ټکنالوجي

د فرعون جسد لومړی ځل لپاره په ډیجیټل توګه څېړل شوی

د لرغوني مصر د یوه فرعون مړی له موندل کېدو یوه سلیزه وروسته لومړی ځل په ډیجیټل ډول ‘څېړل ‘ شوی دی د فرعون لومړي امنهوتپ مړی چې د ۱۵۰۴ او ۱۵۲۵ قبل المیلاد کلونو تر منځ واکمن و، مومیايي شوی مړی ۱۴۰ کاله مخکې دیر البحري سیمه کې موندل شوی ولرغونپوهانو تر یوې پېړۍ پورې ځکه د څېړنې لپاره د دې مړي له پرانیستلو ډډه کوله چې د مړي خوندي کولو لپاره یې پر مخ د غوړول شوي ماسک خرابېدو وېره ورسره وه

اوس د کمپیوټر ټوفوګرافي یا ‘سي ټي سکېن ‘ په مرسته هغه معلومات ترلاسه شوي چې مخکې ورته لاسرسی نه کېده د قاهرې پوهنتون ریډیالوژۍ څانګې پروفیسره سحر سلیم چې په درملو کې د پولو ژورنال کې د دې خپرې شوې څېړنیزې لیکنې سر لیکواله هم ده وايي، لومړی امنهوتپ پنځه دېرش کلن و، چې مړ شوی دی

نور یی ولوله | افغانۍ د ډالر پر وړاندې د تېر شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې

پروفیسرې سحر له اې پي میډیا خبري اژانس سره خبرو کې وویل ده نژدې ۱۶۹ سانتي متره ونه درلوده، ختنه شوی و، له مړي سره یې ۳۰ تعویذونه او یو زرین ملاتړ موندل شوی چې د سرو زرو مهرونه ورپورې ټومبل شوي وو ښاغلې وايي داسې ښکاري چې لومړی امنتهوپ تر ډېره خپل پلار ته ورته و، کوچنۍ زنه یې درلوده، نرۍ، کوچنۍ پزه یې وه او ګړګوتي ویښته یې درلودل

192243

دا وايي، دوی د مړي پر بدن یې د ناروغۍ داسې څه نښې نښانې نه دي لیدلې چې د هغه د مړینې لامل ترې جووت شي څېړونکو ته د لومړي امنتهوپ د مړي مومیايي کولو او خښولو په هکله هم معلومات ترلاسه شوي، چې د اتلسمي واکمنۍ دویم پاچا و

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button