نړیوال خبرونه

د فلسطیني ټپي ماشومانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شوه

د فلسطیني ټپي ماشومانو او پر سرطاني ناروغینو اخته کسانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي ده

الوتکه چې 25 ناروغان یې بیړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري، ابوظبۍ ته ورسیده.

د فلسطیني ماشومانو او سرطان ناروغانو ۱۶مه ډله د شنبې په ورځ سهار وختي د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو په پلي کولو سره متحده عربي اماراتو ته ورسیده؛ امر وکړ چې د غزې له تړانګې څخه د ۱۰۰۰ ټپي ماشومانو او د سرطان د ۱۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره دې ټول روغتونونه او طبي پرسونل چمتو شي.

بېړنیو ټپیانو ته رسېدنه

کله چې الوتکې په هوايي ډګر کې ښکته شوه، نو طبي ټیمونو په چټکۍ سره ټپیان او هغه کسان چې بیړنۍ پاملرنې ته یې اړتیا لرله، د درملنې لپاره روغتونونو ته ولیږدول. پاتې یې هم روغتونونو او د بشري عاجلو مرستو دفترونو او خونو ته واستول.

د متحده عربي اماراتو مشر ټولو روغتونو ته امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره باید په لوړ کچه خدمات وراندې کړي.

دده په وینا، که چا یې له امر سرغړونه وکړه او یا یې د کوم ټپي ماشوم په درملنه کې ناغیړي کړي وه، سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

د ناروغانو او ټپیانو کورنیو د متحده عربي اماراتو او د هغې مشرتابه څخه د دې عالي بشردوستانه نوښت لپاره مننه او قدرداني څرګنده کړه چې د وروڼو هیوادونو ترمینځ د پیوستون او ملاتړ بې ساري بیلګه رامینځته کوي.

7mc03aag1k80sszpn 660x330
فلسطیني ټپي ماشومان

له فلسطین سره د عربي اماراتو درېدل

دوی ټینګار وکړ چې متحده عربي امارات تل او اوس هم د فلسطین له خلکو سره په هر ډول حالاتو کې د مرستې لاس اوچت کړی او د هغوی ملاتړ کوي. دوی د طبي او رضاکار ټیمونو هڅې هم وستایلې چې له دوی یې بشپړ ملاتړ کړی.

د غزې په تړانګه کې د کړکیچ له پیل راهیسې، متحده عربي اماراتو د “Chivalrous Knight 3” د بشري مرستو د یوې برخې په توګه، د فلسطین ولس ته د هر ډول بشري مرستو هڅې لا ګړندۍ کړي دي.

په همدې موخه، متحده عربي اماراتو په غزه کې یو ۱۵۰ بستریز ساحوي روغتون او د العریش په بندر کې فلوټینګ روغتون هم جوړ کړی، چې په ۱۰۰ بسترونو، عملیاتي خونو، د جدي پاملرنې واحدونو، رادیولوژي، لابراتوارونو، درملتونونو او طبي ګودامونو سمبال دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button