نړیوال خبرونه

د فلسطین او اسرایلو تر منځ اور بند وشو

د فلسطین او اسرایلو تر منځ اور بند وشو.د فلسطيني مقاومتي ډلو او د اسرائيلي يرغلګرو حکومت ويلي، چې دوه اړخيزه او بې قيد او شرطه اوربند ته يې غاړه اېښې ده.دا اور بیګا دشپې ٢ بجو راپدیخوا عملي شو.

په فلسطين کې د «حماس جهادي غورځنګ» او «حرکة الجهاد الاسلامي» ويندويانو الجزيرې ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، د مصر په منځګړيتوب يې له اسرائيلي یرغلګرو سره د اوربند هوکړه کړې، چې د تېرې شپې پر ځايي وخت دوه بجې پيل شو.د فلسطين مقاومتي ډلې وايي، دا اوربند د فلسطينيانو لپاره ستره بريا ده او دوی به ورته ژمن پاتې کيږي.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر وايي، د کابيني غړو له فلسطيني مقاومتي ډلو سره اوربند تاييد کړی دی.دا اوربند د مصري حکومت په منځګړيتوب پيل شو.الجزيره ټلویزون وايي، مصري لوړپوړي چارواکي، چې د خبرو منځګړيتوب يې کاو، د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ته خبر ورکړی، چې اوربند به د جمعې په شپه دوه بجې پيليږي.

.jpg
.

مصري میډیا وايي ولسمشر عبدالفتاح سيسي د اوربند د عملي کولو په موخه يو پلاوی اسرائيلو او بل غزې ته لېږي، چې د اوربند بهير له نږدې وڅاري.د حماس پوځي څانګې «کتائب القسام» وياند ويلي، چې دوی د عربي دولتونو په منځګړيتوب اوربند ته غاړه ايېښې او پر اسرائيلي يرغلګرو يې توغنديز بریدونه درولي دي.د حماس د بهرنيو اړيکو مسؤول اسامه حمدان هم ويلي، چې د اوربند هوکړه د فلسطيني مقاومتي ډلو لپاره بریا ده او ټینګار يې کړی،

که اسرائيلي يرغلګر له اوربنده سرغړونه وکړي، دوی به يې غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.د اوربند له اعلان وروسته د غزې، لويديځې تړانګې او د فلسطين په نورو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو او دا اوربند يې د اسرائيلو ماتې او د فلسطينيانو بریا وبلله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button