ژوند او ټولنهسیمه ییز خبرونه

د قاسم سلیماني تلین غونډه کې خونړۍ چادونې؛ دغه جنرال څوک و؟

تېره ورځ د قاسم سلیماني تلین غونډې کې دوې خونړۍ چاودنې وشوې، خو دغه جنرال څوک و؟

دغه چاودنې د امريکا له خوا د ايران د سپاه پاسداران قاسم سليماني د وژل کېدو د کليزې پر مهال د دې هېواد په سوېل کرمان ښار کې وشوې چې لږ تر لږه ۱۰۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپیان شول.

ځینو رسنیو بیا راپور ورکړل چې په ترسره شوو چاودنو کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

iran attacke
انځور؛ د ایران کرمان شاه سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنو صحنه

قاسم سلیماني څوک و او څنګه ووژل شو؟

قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.

قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایران بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړ شول او وروسته د سپاه په یوه مهمه برخه بدل شول، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي.

نور ولولئ: ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسله‌والو کسانو برید کړی

نور ولولئ: په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي

نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزي یې.

۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.

د هغه د وژل کېدو کیسه

نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه هغه مهال ووژل شو، چې یوې امریکايي ډرون الوتکې پرې برید وکړ.

دی له څو نورو ایران پلویو شیعه ملېشه مشرانو سره، چې دوو موټرو کې سپاره وو د بغداد له نړیوال هوايي ډګره وتل چې برید پرې وشو.

هغه مهال د هغه په وژنه ایران کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی و او له هغې ورځې

iran attacke (1)
انځور؛ د ایران مذهبي مشر خامنه‌ی د قاسم سلیماني پر ټټر مډال ټومبي.

راهیسې یې هر کال تلین لمانځل کېږي.

ايران کې د چارشنبې برید داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې په لبنان کې ظاهرا د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې د ایران ملاتړې ډلې حماس مرستیال په نښه کړ چې داسې ښکاري له هغه راهيسې په سيمه کې کړکېچ لا پراخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې ایران په دغه هېواد کې د وروستي ترسره شوې پېښې د غچ اخیستو ګواښ هم کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button