د قربانۍ ۵ اصول؛ د لوی اختر مهم شرعي احکام چې باید پرې پوه شئ

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي. د لوی اختر له رارسېدو سره خلک د قربانۍ ۵ اصول؛ د قربانۍ د احکامو او اصولو په اړه پوښتنې کوي. دلته د قربانۍ ۵ اصول او مهم شرعي مسایل درته راټول شوي، څو د قربانۍ عبادت په سمه او غوره توګه ترسره شي.
د قربانۍ ۵ اصول؛۱- د قربانۍ وخت او د پاتې کېدو حکم
قرباني د لوی اختر په لومړیو درې ورځو کې ترسره کېږي، خو د لومړۍ ورځې قرباني تر ټولو غوره بلل شوې ده. له دغو ورځو پرته په بل وخت قرباني نه ترسره کېږي.
که د کوم شرعي عذر یا بېپروايۍ له امله له چا قرباني پاتې شي، نو د فقهي احکامو له مخې باید د قربانۍ د حیوان بیه اړمنو کسانو ته ووېشي. همدارنګه د قربانۍ په ورځو کې یوازې د قربانۍ د پیسو صدقه کول د قربانۍ بدیل نه شي کېدای؛ ځکه صدقه او قرباني جلا عبادتونه دي. د قربانۍ ۵ اصول؛
۲- د قربانۍ د حلالولو مناسب وخت
د د قربانۍ ۵ اصول له مهمو برخو څخه یو هم د قربانۍ وخت دی.
په هغو ښارونو او سیمو کې چې د اختر لمونځ ادا کېږي، د اختر له لمانځه مخکې د قربانۍ حلالول جایز نه دي. خو په هغو سیمو کې چې د اختر لمونځ نه ادا کېږي، خلک کولای شي د سهار له لمانځه وروسته خپله قرباني ترسره کړي.
۳- د قربانۍ نیت او د حلالولو پر مهال ذکر
د قربانۍ لپاره په ژبه د نیت ویل ضروري نه دي. که په زړه کې د قربانۍ اراده موجوده وي، قرباني سمه ګڼل کېږي.
همداراز د حلالولو پر مهال د «بِسْمِ اللهِ، اللهُ أَکْبَر» ویل مهم او سنت عمل ګڼل کېږي.
۴- د قربانۍ لپاره کوم حیوانات مناسب دي؟
د د قربانۍ ۵ اصول له مهمو برخو یو دا هم دی چې هر حیوان د قربانۍ لپاره نه شي کارېدلی.
وحشي حیوانات، خرگوش، چرګ، چرګه او ورته واړه حیوانات د قربانۍ لپاره مناسب نه دي.
وزه او پسه د یوه کس له لوري قرباني کېدای شي، خو غوا، غویی، اوښ او اوښه تر اوو کسانو پورې د شریکې قربانۍ وړ دي. تر اوو ډېر کسان په یوه لوی حیوان کې شریکول سمه کړنه نه ده. د قربانۍ ۵ اصول؛
۵- له حیوان سره ښه چلند د قربانۍ مهم اصل دی
د قربانۍ له مهمو اصولو څخه یو هم له حیوان سره ښه او نرم چلند دی.
تر حلالولو مخکې حیوان ته اوبه او خواړه ورکول غوره ګڼل کېږي او وږی یا تږی ساتل یې مناسب نه دي. همداراز باید حیوان د حلالولو ځای ته په سختۍ ونه کش کړل شي. د قربانۍ ۵ اصول؛
د یوه حیوان حلالول د بل حیوان مخې ته مناسب نه ګڼل کېږي. چاړه باید ښه تېره وي او له حلالولو وروسته باید حیوان ته لږ وخت ورکړل شي څو بدن یې سوړ شي.
د قربانۍ ۵ اصول یوازې شرعي احکام نه دي، بلکې د اسلامي ارزښتونو، رحم، پاک نیت او عبادت د سم ترسره کولو لارښوونې هم دي. د لوی اختر په ورځو کې د دغو اصولو مراعات کول د قربانۍ عبادت لا غوره او بشپړوي. د قربانۍ ۵ اصول؛



