اقتصاد او سوداګري

د قزاقستان د غلو صادرات افغانستان ته ۲.۳ برابره زیات شوي

د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، افغانستان ته د دغه هېواد د غلو صادرات په روان کال کې د پام وړ زیات شوي او د تېر کال په پرتله ۲.۳ برابره لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر پایه افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات شاوخوا ۳ میلیونه ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دا اندازه نږدې ۱.۳ میلیونه ټنه وه.

افغانستان ته د غلو صادراتو زیاتوالي لاملونه څه دي؟

اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان ته د غلو صادراتو زیاتوالی د سوداګریزو اسانتیاوو، د بازار د تقاضا لوړېدو او د قزاقستان د ترانسپورتي او لوژستیکي سیستم د ښه کېدو پایله ده.

بل لور ته، د افغانستان د مالیې وزارت هم څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې هېواد ته د غنمو واردات د ګمرکي تعرفو له کمېدو وروسته ۳۴۵ سلنه زیات شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې نږدې ۱۹۸ زره ټنه غنم افغانستان ته وارد شوي، حال دا چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر شاوخوا ۴۴ زره ټنه و.

د غلو صادرات د کورنیو فابریکو پر فعالیت هم اغېز کړی

د مالیې وزارت ویلي، د غنمو د وارداتو او د غلو صادراتو د سوداګرۍ پراخېدو له امله په هېواد کې د اوړو د تولید یو شمېر فابریکو خپل فعالیتونه زیات کړي او ورسره د کار فرصتونه هم رامنځته شوي دي.

دا هم ولولئ:  طالبان: له تاشکند سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي یو

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په وروستیو کلونو کې یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پراخې هڅې کړې دي، څو افغان سوداګر وکولای شي له دغو هېوادونو سره په اسانه او ډاډمن ډول راکړه ورکړه وکړي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button