Uncategorized

د قطر او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د وضعیت په اړه غږېدلي

د قطر او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوحې په غونډه کې د سیمې پر امنیت، اقتصادي پرمختګ او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (تاپي) د ګازو پایپ لاین د سرحدآباد-هرات برخې جوړولو پر اهمیت هم ټینګار وشو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې په ورځ، د کب ۲۶مه، په دوحه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره ولیدل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، دواړو خواوو د انرژۍ، پانګونې او ټرانسپورټ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان رسنیو راپور ورکړی چې په دې غونډه کې په ځانګړې توګه د تاپي پایپ لاین د سرحدآباد-هرات برخې پر جوړولو ټینګار وشو، او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان له هڅو ستاینه وکړه.

د تاپي ګازو پایپ لاین، چې د سیمې له لویو پروژو څخه ګڼل کېږي، ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له دې څخه ۲۱۴ کیلومتره په ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومتره په افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره په پاکستان غځېدلی دی.

د ترکمنستان ولسمشر سږ کال د دې پایپ لاین د جوړولو د بهیر د چټکتیا امر کړی دی

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button