
اړوند خبر:
د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟
د قطر صدراعظم له امیرخان متقي سره د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې وکړې.
د قطر د دولت صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، د افغانستان د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي سره، چې دا مهال قطر ته په سفر تللی، ولیدل.
د قطر د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې کتنې په ترڅ کې د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې وشوې او د افغان ولس د ملاتړ لارې چارې وڅېړل شوې.
د قطر صدراعظم ټینګار وکړ چې د قطر دولت د افغانستان د ټولو قشرونو کلک ملاتړ ته ژمن دی او خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو په افغانستان کې امنیت، ثبات، سوکالي او عزتمن ژوند تأمین شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د امیرخان متقي د دې سفر د هدف په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزیران، ريیس الوزرا او د هغه اقتصادي مرستیال هم څو ځلې د قطري چارواکو په بلنه دغه هیواد ته تللي دي.