افغانستان

د قطر ښځینه وزیزې زلزله ځپلو سره د خپل هېواد مرستې طالبانو ته وسپارلې

اړوند خبر:

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

په نړیوالو همکاریو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المصناد د کونړ له زلزله ځپلو سره د خپل هېواد مرسته په کابل کې  طالب چارواکو ته وسپارله.

په څلورو الوتکو کې بار دې مرسته کې خوراکتوکي، دارو درمل، د سرپنا وسایل او دوه ساحوي روغتونونه او نور اړین توکي شامل دي.

دا مرسته د قطر پراختیايي صندوق د نږدې ۱۱ زره کسانو لپاره لېږلې ده.

د قطر د پلاوي مشري یوې مېرمنې کوله، که څه هم د بهرنیو چارو وزارت، وسلوالو ځواکونو، د کورني امنیت او نورو ادارو چارواکو یې هم ګډون درلود.

طالبان چې پر افغان نجونو او ښځو یې زدکړې هم بندې کړې، له بهرنیو مېرمنو سره، هغه که د مسوولیت یا سیاحت لپاره راغلې وي، خبرې او لیدل ناروا نه بولي.

د قطر له پرونۍ مرستې څو ګړۍ مخکې د ترکیې پر مرستو بار الوتکه هم جلال اباد ته رسېدلې او وړمه ورځ هند هم خپله ۲۱ ټنه مرسته په الوتکو کې تر کابل ورسوله.

برتانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، چین او نورو هېوادونو هم د نغدې مرستې ژمنه کړې، خو ور سره دا اندېښنه هم شته چې دا مرسته به تر مسحقو کسانو رسېږي او که نه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button