نړیوال خبرونه

د قلم لار بنسټ: د نجونو ښووڼخي باید ژر تر ژره پرانیستل شي

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو کمپاین

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په پار د کمپاینونو په دوام، دا ځل د قلم لار بنسټ نوی کمپاین پیل کړی دی او له ځنډ پرته د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانیستو غوښتنه کوي. د قلم لارې بنسټ مسوولان وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستلو لپاره هېڅ کار نه دی شوی..

د قلم لار بنسټ اجرايي مسوول مطیع الله ویسا په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«دا اوس د امارت له راتګ سره د افغانستان ۲۳ ولایتونو ته مې سفرونه کړي دي زموږ په دوو برخو کې کمپاین روان دی، یو کمپاین د هغو نجونو لپاره دی چې له شپږم تر دولسم ټولګي پورې یې ښوونځي پر مخ بند دي، موږ ولسونه، قومي مشران، ديني عالمان دې ته هڅوو چې تاسو خپل غږ په خپله پورته کړئ، تعلیم زموږ اسلامي، انساني حق دی.

د نحونو ښوونځي پرانیزی 

په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو د تړل پاتې کېدو په تړاو د اندېښنو په دوام د اسلامي امارت ویاند وايي چې، په دې برخه کې بېلابېل لیدلوري شته؛ خو په وینا یې بیا هم هڅې روانې دي چې، د نجونو پاتې ښوونځي پرانیستل شي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په افغانستان کې خلاف نظر په عموم کې موجود دی او د اسلامي امارت هڅه دا ده چې په دې باندې توفق نظر منځته راشي او د یوه ښه میکانزم په چوکاټ کې دا موضوع حل شي.

نور یی ولوله | اسلامي امارت ته د شانګهای همکاریو سازمان غونډې کې بلنه نه ده ورکړل شوې

نور یی ولوله | د روغتیا وزارت: په سرحدونو کې لابراتوارونه جوړوو

د ښځو د حقونو د برخې فعاله مریم معروف آروین وايي:«هیله لرو چې په افغانستان کې واکمن ځواک، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله د افغانستان د خلکو غوښتنې ته لبیک ووايي او ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي. له دې سره هم مهاله په خواله رسنیو کې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره ډول ډول کمپاینونه هم پیل شوي دي. د هلمند اوسېدونکی اباسین څرګندوي:«زما غوښتنه د افغانستان له اسلامي امارته له نوي دولت څخه دا ده چې ښوونځي پرانیزي له لومړي ټولګي څخه بیا تر دولسم ټولګي پورې

د نحونو تعلیم 

د غزني اوسېدونکی جنید الله هم وايي:«نن هېڅوک د دې مخالف نه دي چې د افغانستان نجونې او ښځې ښوونځیو ته له تګه محرومې وي، که چېرې داسې ادعا هم مطرح شوې وي، په پرېکنده توګه په خپله دا ادعا د افغانستان د خلکو له کلتور سره په ټکر کې ده. په دې منځ کې زده کوونکې نجونې لا هم د خپلو ښوونځيو پرانیستنې ته په تمه دي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button