سپورټ

د لمبو وهلو سپورټ او ګټې یې

هغه څوک چې د لمبو وهلو سپورټ کوي، تر نورو غوره او ښه روغتیايي وضعیت لري

د لمبو وهلو تمرین د نورو تمرینونو په پرتله بدن ته ډېره ګټه رسوي. د لمبو وهلو تمرین زموږ بدن او دماغ فعالیتونه ګړندي کوي او ګټه ورسوي.

لامبو وهل هغه سپورټ دی چې زموږ د بدن ټولو برخو لپاره ګټور دی او تر نورو سپورتي فعالیتونو غوره دی، دا د وینې رګونو فعالیت او زموږ حافظه ښه کوي او د اوږده سالم ژوند لامل کېږي.

afghan (51)
د لمبو وهلو سپورټ او ګټې یې

خو لامبو د کومو دلیلونو له امله تر نورو دومره ګټور ورزش دی؟

لامبو وهل د وینې رګونه ډېر نرموي

د بي بي سي د علمي پروګرامونو مشهور وړاندې کوونکی ډاکټر مایکل موسلي وايي: “کله چې تاسو سخته لامبو وهئ، تاسو په خپل بدن کې د عضلاتو څو ګروپونه کاروئ، او تر ټولو مهم دا چې تاسو د اوبو د وزن او ځواک پر وړاندې کار کوئ.”

afghan (49)
د لمبو وهلو سپورټ او ګټې یې

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

نور ولولئ: په ښه خوب کولو کې د تمرین رول

د لامبو وهلو یو له روغتیایي ګټو، زموږ د بدن د وینې پر رګونو اغېزه ده. د وینې رګونه زموږ په بدن کې خورا مهم دي. د زړه ډېری ناروغۍ د وینې رګونو د بندېدو له امله رامنځته کېږي، نه د زړه ناروغۍ له امله. د وینې رګونه نه یوازې د بدن مختلفو برخو ته وینه لېږدوي، بلکې د نرمښت او پراخېدو سره، کولای شي د زړه د ټکان له امله رامنځته شوی حرکت متوازن کړي. دا فعالیت زموږ په روغتیا کې مهم رول لوبوي. د وخت په تېرېدو سره، د وینې رګونه سختېږي، چې په پایله کې دماغ او پښتورګو ته زیان رسوي.

afghan (48)
د لمبو وهلو سپورټ او ګټې یې

په یوه تجربه کې چې د ټیکساس د اسټین پوهنتون پروفیسور هیرو تاناکا لخوا ترسره شوې، هغه موندلې چې یوازې د لامبو درې میاشتني تمرین پروګرام د وینې رګونو بندیدو (ارټیریوسکلروسیس) په کمولو کې اغېز لري او پدې توګه د بدن د داخلي ارګانونو فشار کموي.

لامبو وهل د عمر اوږدېدو لامل کېږي

دا د حیرانتیا خبره نده چې د وینې پر رګونو د لامبو وهلو مثبت اغېز د اوږد عمر لامل کېږي. د امریکا د سویلي کارولینا پوهنتون ساینس پوهانو په اوسط ډول ۱۳ کاله د ۲۰ او ۹۰ کلونو ترمنځ تر ۴۰ زره ډېر نارینه وڅارل او یې وموندله، هغه خلک چې لامبو وهي د مړینې کچه یې د هغو خلکو پرتله ټیټه ده چې ورزش نه کوي.

afghan (47)
د لمبو وهلو سپورټ او ګټې یې

همدارنګه، هغه خلک چې لامبو وهي د هغو پرتله چې منډې وهي یا پلی تګ کوي د ناروغۍ له امله د مړینې احتمال یې ۵۰ سلنه کم دی. هر ډول تمرین چې په وچه ځمکه کې ترسره کېږي د وینې رګونو د سختوالي او بندېدو په کمولو کې لږ اغېز لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button