نړیوال خبرونه

د لي (Lee) توپان له امله بېړنی حالت اعلان شوی

د امریکا او کاناډا ختیځو ساحلونو ته د لي توپان له نږدې کېدو سره سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی

سمندري توپان لي (Lee) د متحده ایالاتو شمال ختیځ ساحل ته نږدې شوی او اټکل کېږي، چې د روانې اوونۍ په وروستیو ورځو کې به دا توپان له قوي بادونو سره د امریکا مین ایالت او د کاناډا نواسکوشیا ایالت ته ورسېږي.

د اتلانتیک ساحلونو کې میلیونونو اوسېدونکو ته د بیړني حالت خبرداری ورکړلی شوی.

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونه؛ ۲۳۰۰ کسان مړه او له ۱۰۰۰ زیات نادرکه دي

د لي توپان کچه د جمعې ورځې تر سهاره د ۱-۴ درجو ترمنځ وو او د لومړۍ درجې توپان یا کمزوري توپان په توګه پېژندل شوی.

یاد توپان له ځمکې ۵۰۰ کیلومتره لېرې دی. هواپيژندونکي هیله لري، چې نور به هم کمزوری شي ځکه د دوی په خبره سړو اوبو ته رسېږي.

د لي توپان اصلي سیمې

سیمه ییزو چارواکو د یادو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د لي توپان ویجاړونکي ځواک ته دې په کمه سترګه نه ګوري.

لکه څنګه چې اټکل کېږي د امریکا د مین ایالت او د کاناډا نواسکوشیا ایالت به د لي توپان اصلي سیمې وي، خو په ورته وخت کې د امریکا د نیو انګلینډ ایالت اوسیدونکو ته هم د توپان د سختو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړل شوی.

نور ولولئ: لیبیا کې توپان او سېلابونو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړي

هلته ځايي چارواکي وايي، چې یاد توپان به “لوی او خطرناکه” وي.

د امریکا د سمندري توپانونو ملي مرکز وايي، لي توپان یا هوریکین لي چې اوس مهال په ساعت کې د ۱۲۸ کیلومترو په چټکتیا سره حرکت کوي، د میساچوسټس ایالت د نانتاکټ ښار سویل څخه ۵۲۰ کیلومتره لېرې دی.

له برموډا څخه د هغه لرې‌والی

یاد ځای له مشهورې سیمې برمودا څخه یوازې۳۰۰ کیلومتره واټن لري، او هر څومره چې لي توپان په ګرمو اوبو کې روان وي هغومره ډېر ځواکمن کېږي، خو کله چې یخواوبو ته نږدې شي کمزوری کېږي.

لي توپان به له ځان سره د متحده ایالاتو شمال ختیځو او د کاناډا سویل ختیځو ساحلي سیمو ته تیز بادونه، سخت بارانونه او سیلابونه ورولي.

ځايي چارواکي وايي، دا وروستي توپانونه په تېره يوه نيمه پېړۍ کې بې ساري وو.

د سږ کال بې سارې تودوخې د آرام سمندر د پورتنۍ برخې اوبه ګرمې کړې دي، چې د لي سمندري توپان د پیاوړتیا یو لامل ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مراکش سختې زلزلې او لیبیا بیا یو خونړي توپان وځپله او ګڼو کسانو ته یې د سر او مال زیان واړوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button