د مبایل ګټې او عیبونه: بشپړ او جامع لارښود

نن سبا په نړۍ کې ډېری خلک مبایل کاروي، خو لا هم د مبایل ګټې او عیبونه نه دي ورته معلوم.
تقریباً ویلای شو چې نن سبا به ډېر لږ داسې څوک ومومئ چې د مبایل خاوند نه وي. تاسو چې په هر ځای کې یاست، که خپل شاوخوا ته وګورئ، نو وینئ چې دوستان او خپلوان مو هر یو، یو سمارټ یا عادي ټیلیفون په لاس کې لري. دا په دې معنا ده چې مبایل د انسان د ژوند یوه نه جلاکېدونکې برخه ګرځېدلې او نشتون یې ښايي د ګڼو ستونزو لامل شي. خو اصلي موضوع دا ده چې د مبایل ګټې او عیبونه څه دي؟ موږ دلته د دغه ټیکنالوژۍ مثبت او منفي اړخونه څېړو، نو د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا لیکنه تر پایه ولولئ.

د مبایل ګټې او عیبونه؛ د مبایل (تلیفون) مهمې ګټې
موږ په دې مقاله کې د مبایل ګټې او عیبونه بیانوو. سمارټ یا ځیرک مبایلونه د ټیکنالوژۍ له لویو لاسته راوړنو څخه دي چې د انسانانو د ژوند په ښه کولو کې کلیدي رول لوبوي. دا وسیلې د اړیکو، معلوماتو او پرمختللو امکاناتو په ترکیب سره له موږ سره ډېره مرسته کوي. دلته یې ځینې مهمې ګټې ذکر کوو:
د مبایل ګټې او عیبونه، خو لومړی یې ګټې
۱. معلوماتو ته لاسرسی په هر وخت او ځای کې
سمارټ فونونو د انټرنیټ، علمي مقالو، خبرونو او انلاین زده کړو بېپایه سرچینو ته د فوري لاسرسي امکان برابر کړی دی. دا وړتیا خلکو ته مرسته کوي چې:
خپل د اړتیا وړ معلومات په یوه شیبه کې پیدا کړي.
له نویو پرمختګونو او بدلونونو خبر شي.
د انلاین کورسونو له لارې نوي مهارتونه زده کړي.

۲. ګړندۍ او اغېزناکې اړیکې
د مبایل تر ټولو مهم رول د اړیکو اسانه کول دي. د میسنجرونو، ویډیويي اړیکو او ټولنیزو رسنیو شتون خلک د جغرافیایي پولې پرته له یو بل سره نښلولي دي. پخوا به د کبوترانو او لوګي په واسطه پیام لېږل کېده، خو نن هرڅوک کولی شي له زرګونه کیلومتره لرې واټن څخه له خپلو دوستانو سره غږیز او تصویري تماس ونیسي.
۳. د وخت او دندو مدیریت
د تقویم او وخت مدیریت د اپلیکیشنونو په کارولو سره، کاروونکي کولی شي:
خپله ورځنۍ برنامهریزي دقیقه کړي.
د مهمو کارونو یادونه (Reminders) تنظیم کړي.
په کار او ژوند کې خپل تولیدي ځواک (Productivity) زیات کړي.
۴. مالي چارې او انلاین پېرود
مبایلونه د بانکي حسابونو مدیریت، د پیسو لېږد او انلاین پېرود (Online Shopping) لپاره یوه ښه وسیله ده. دا کار د وخت او انرژۍ د سپما لامل کیږي او د نغدو پیسو د ګرځولو په پرتله ډېر خوندي دی.

۵. په اضطراري حالاتو کې مرسته
هر څوک په هر ځای کې له ستونزې سره مخ کېدلی شي. مبایل په بیړنیو حالاتو کې لکه طبیعي پېښې، ناروغي یا د موټر ټکر پر مهال ستاسو ژوند ژغورلی شي. د GPS او بیړنیو اړیکو له لارې تاسو کولی شئ په ډېرې اسانۍ مرسته وغواړئ.
د مبایل کارولو عیبونه او زیانونه
سره له دې چې مبایل ډېرې ګټې لري، خو بېځایه او ډېر کارول یې لاندې زیانونه هم لري:
۱. په مبایل اعتیاد یا روږدي کېدل
له مبایل څخه تر اندازې زیات کار اخیستل په اعتیاد بدلېدلی شي. نن سبا که موږ څو ساعته مبایل ونه لرو، نو د اضطراب او نارامۍ احساس کوو. د روانپوهنې له نظره، انسان باید ځان له ټیلیفون سره دومره نه وتړي چې نشتون یې د عذاب لامل شي. دا اعتیاد په کار، ټولنیزو اړیکو او روحي سلامتیا منفي اغېز کوي.
۲. جسمي او روحي روغتیا ته زیان
د مبایل سکرین ته ډېر وخت کتل د سترګو د کمزوري کېدو، د غاړې درد او سر درد لامل کیږي. همدارنګه، دوامداره کارول یې د خوب اختلال او ذهني فشارونه رامنځته کوي.
۳. د حریم خصوصي او امنیت ګواښونه
په مبایل کې د شخصي معلوماتو، عکسونو او بانکي حسابونو ساتل خطرناک کیدای شي. که مبایل ورک شي یا هیک شي، ستاسو شخصي معلومات افشا کیدای شي چې دا یو لوی امنیتي ګواښ دی. د سایبري درغلیو او معلوماتو غلا کول د دې وسیلې له جدي ننګونو څخه دي.
۴. حواس پرتي او د تمرکز نشتون
یو له لویو ستونزو څخه د موټر چلولو پر مهال د مبایل کارول دي چې د ډېرو مرګونو پیښو لامل کیږي. همدارنګه، پرلهپسې نوټیفیکیشنونه او ټولنیزې شبکې د کار او مطالعې پر مهال د انسان تمرکز خرابوي او د کار کیفیت ټیټوي.
۵. په ټولنیزو اړیکو منفي اغېز
په مبایل باندې ډېره تکیه کول د دې لامل شوي چې مخامخ (حضوري) اړیکې کمې شي. کله چې په کورنۍ یا دوستانو کې ناست یو او ټول په خپلو مبایلونو کې بوخت وي، نو د خپلمنځي مینې او خبرو اترو کچه راټیټیږي.



