افغانستاننړۍ

د متحده عربي اماراتو استازي کابل کې له طالبانو سره ولیدل

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه وکړه، چې موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول وو.

د متحده عربي اماراتو استازي سیف محمد الکتبي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې وکړې. خپره شوي علامیه وايي،  دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت اړیکو د ښه کولو په لارو چارو بحث وکړ.

متقي د طالبانو او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې «مثبتې» وبللې او د هغو موافقو د عملي کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ، چې په وروستي سفر کې د طالبانو د پلاوي له خوا اماراتو ته شوې وې.

هغه هیله څرګنده کړه چې په اقتصادي همکاریو کې موافقې به د پام وړ پرمختګ ته لاره هواره کړي.

الکتبي هم د کابل سره د اړیکو پراختیا لپاره د ابوظبي ژمنتیا بیا تایید کړه. هغه وویل چې د ده د سفر اصلي موخه دا ده چې د دوه اړخیزو موافقو عملي کولو ته ادامه ورکړي، کوم چې د دواړو بهرنیو چارو وزارتونو د تېرو ناستو پر مهال شوې وې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button