نړۍ

د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب امریکا او روسیې په ابوظبي کې دوه بندیان تبادله کړل

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

متحده عربي اماراتو هڅه وکړه چې په اوکراین کې د جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د باور جوړولو لپاره د بندیانو د تبادلې موضوع جدي ونیسي چې په پایله کې نن دواړو هېوادونو دغه چاره ترسره کړه.

په ورته وخت کې وال‌سټریټ ژورنال د CIA د یوې چارواکې له قوله راپور ورکړی چې روسیه او متحده ایالاتو د پنج‌شنبې په ورځ، د حمل ۲۱مه، په ابوظبي کې دوه بندیان تبادله کړل.

روسیې کسنیا کارلینا، چې د امریکا او روسیې ګډ تابعیت لري، خوشې کړې او متحده ایالاتو آرتور پتروف، چې د روسیې تبعه او د آلمان تابعیت لرونکی دی، آزاد کړی دی.

روسیې تېر کال کسنیا کارلینا د امریکا په یوه اوکرایني خیریه موسسه کې د لږ تر لږه ۱۰۰ ډالرو د مرستې په تور «خیانتکار» ګڼلې وه او هغې ته یې د ۱۲ کلونو بند سزا ورکړې وه.

متحده ایالاتو هم آرتور پتروف په ۲۰۲۳ کال کې په قبرس کې د حساسو مایکرو الکترونیکونو د روسیې ته د صادراتو په تور نیولی و.

متحده عربي اماراتو هڅه وکړه چې په اوکراین کې د جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ د باور جوړولو لپاره د بندیانو د تبادلې موضوع جدي ونیسي چې په پایله کې نن دواړو هېوادونو دغه چاره ترسره کړه.

دا هم ولولئ:  اکسفورډ یونیورسټي: د کرونا ویروس لپاره به واکسین ډېر ژر تولید کړو

د متحده عربي اماراتو دولت او رهبرۍ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د باور جوړولو په خاطر یې هڅې وکړې چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو تبادله ترسره کړه.

وال‌سټریټ ژورنال د پنج‌شنبې په ورځ، د حمل ۲۱مه، لیکلي چې د واشنګټن – مسکو په مذاکراتو کې د CIA مشر جان راتکلیف او د روسیې د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی ګډون کړی و.

جان راتکلیف ویلي: «نن ولسمشر ټرمپ یو بل غیرقانوني نیول شوی امریکایي وګړی له روسیې څخه کور ته راوست. زه د CIA کارکوونکو باندې ویاړم چې بې‌وقفه کار یې وکړ او د اماراتو له حکومت څخه مننه کوم.»

دا د مسکو او واشنګټن ترمنځ د بندیانو دوهمه تبادله ده له هغه وخت راهیسې چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته بېرته راستون شوی دی.

د فبرورۍ په منځ کې، الکساندر وینیک چې د پیسو مینځلو په تور نیول شوی و، روسیې ته وسپارل شو. په مقابل کې روسیې یو امریکایي ښوونکی او د متحده ایالاتو د سفارت پخوانی کارکوونکی مارک ووګل آزاد کړ. روسیې دا امریکایي وګړی د مخدره موادو د قاچاق او ساتنې په تور نیولی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button