نړیوال خبرونه

د متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې

متحده عربي اماراتو له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو اعلان وکړ

متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې.د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه په افغانستان کې د زلزله ځپونکې منتقو ته یو مجهز طبي ټیم او یو ساحوي روغتون سره یو ځای د خوراکي توکو او لومړنیو طبي توکو سره یو هوايي پل پیل شو.

د مرستې موخه په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د اوسني وضعیت څارنه ده

د مرستو کولو موخه په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه د متحده عربي اماراتو دوامداره تعقیب او د هغه ویجاړونکې زلزلې د اغیزو کمول دي .د چهارشنبه په ورځ زلزلې د افغانستان په سویل ختیځ کې په زرګونو کسان مړه او ټپیان کړل اوسمهال په دغه سیمه کې د نورو توکو تر څنګ خوراکي توکو ته سخته اړتیا لیدل کیږي کومه چې متحده عربي اماراتو دولت درک کړه او دغه ځای ته ېې بېړنی مرسته ولېږدولې. 

د یادونې وړ ده چې د دغه سیمې کلیوال د پنجشنبې په ورځ د مړو ښخولو ته ورغلل او د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې یې د خپلو کورونو څخه سامانونه ویوړل او دغه خلکو پیدا کولو کې ېې مرسته وکړه.ویل کیږي چې تر دا مهاله په راغلې زلزله کې ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ او د ډېری ټپیانو وضعیت هم د تشویش وړ دی.

نور یی ولوله| هېواد کې وروستیو سېلابونو ۴۰۰ تنه مړه کړي

نور یی ولوله| رویټرز: امریکا د افغانستان د مخکیني حکومت چورلکې تاجیکستان ته ورکوي

باید یاده کړو چې عربی اماراتو د دې څخه وړاندې هم افغانستان سره مرستې کړي دي او دغه هېواد ېې هیڅ کله ځانته ندی پرېښی. د دې څخه وړاندې د طالبانو حکومت په راتګ سره د افغانستان هوايي ډګرونه ویجاړ شول خو د متحده عربي اماراتو یو شرکت چې د ګاک په نوم یادیږي راغی او دغه ویجاړ هوايي ډګرونه ېې بیرته ورغول.اوسمهال دغه شرکت د افغانستان دریو هوايي ډګرونو مدیریت هم په غاړه اخیستی او هوايي ډګرونو کې د مدیریت او نورې چارې پر مخ وړي.

د اا حکومت په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې په دې بیړني حالاتو کې د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي تر څو د دغه خلکو اولیه اړتیاوې پوره شي.هېره دې نه وي چې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ ډېری نورو هېوادنو هم د افغانستان زلزله ځپلو سره خپلې مرستې اعلان کړي.په دغه هېوادونو کې  پاکستان ،سعودي عربستان، او نور د سیمې هېوادونه شامل دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button