نړیوال خبرونه

د مجیب ځدران د ویزې ستوزه خل شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان چې د ویزې ستونزه یې درلودله، تازه یې د ویزې ستونزه حل شوه او ایرلینډ ته روان شو.

افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته ۱۶ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه، خو په دغه لوبډله کې مجیب الرحمان نه و او د هغه نوم یوازې احتیاطي لوبغاړو کې راغلی و. وروسته د کرکټ بورډ ویاند په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل، چې د مجیب الرحمان مخکینۍ ویزه ختمه شوې ده او تراوسه پورې یې بله ویزه نه ده راغلې، هر کله چې یې ویزه راشي، نو له لوبډلې سره به یو ځای شي.

نور یی ولوله | کندهار کې د کاري فرصت برنامه

نور یی ولوله | عربی امارتو لس افغان بندیا راخوشې کړل

مجیب الرحمن عکس خپور کړی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله پرون د ایرلینډ په لور حرکت وکړ، خو نن تازه مجیب الرحمان هم په یو پوسټ کې ویلي دي، چې هغه ایرلینډ ته روان شوی دی. مجیب الرحمان په الوتکه کې اخیستل شوی عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د امارت ایرلاین له لارې روان شوی دی. هغه به لومړی انګلستان او له هغه وروسته به ایرلینډ ته ځي

د یادولو وړ ده چې محمد نبي له دوبۍ څخه ایرلینډ ته روان شوی دی نوموړي په خپل فیسبوک اکونټ باندې یو عکس خپور کړی او ویلي دي چې د ایرلینډ په طرف روان شوم.همداراز راشد خان او نور احمد لکڼوال به هم له انګلستان څخه ایرلینډ ته لاړ شي او د ملي لوبډلې سره به یو ځای شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button