Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړۍ

د محرمو اسنادو په قضیه کې د ټرمپ بیا تورنېدل

ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د محرمو دولتي اسنادو د لېږد په تړاو تورن شوی

د امریکا متحده ایالاتو پر پخواني ولسمشر ۷۶ کلن ډونالډ ټرمپ، په ناقانونه توګه د محرمو دوسیو ساتلو په ګډون اووه تورونه پورې شوي دي خو تر اوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

دا دویم ځل دی چې ښاغلی ټرمپ له تورونو سره مخ کېږي. په داسې حال کې چې نوموړی بیا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی دی.

ښاغلي ټرمپ لومړی کس و چې د پنجشنبې په ماښام یې په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشیال کې اعلان وکړ چې تورن شوی دی خو زیاته کړې یې ده “زه بې ګناه یم.”

ښاغلي ټرمپ لیکلي، هغه به د سې شنبې په ورځ په میامي کې فدرالي محکمې ته حاضر شي، دا یې هم ویلي: “ما هېڅکله فکر نه کاوه چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ته به داسې څه ورپېښ شي.”

د ټاکنیزو شعارونو تکرارول

ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین شعار په تکرارولو سره ویلي: “دا د امریکا متحده ایالاتو لپاره واقعا توره ورځ ده.” موږ هغه هېواد یو چې په جدي او ګړندي ډول د زوال پر لور روان دی، خو په ګډه کولای شو چې یو ځل بیا د امریکا عظمت را دبره کړو”

د ښاغلي ټرمپ وکیل جیم ټراسټي سي اېن اېن ته ویلي، پخواني ولسمشر په احضاریه پاڼه کې د تورونو جزییات ترلاسه کړي.

نور ولولئ: ټرمپ د جنايي جرمونو د تورونو په تړاو محکمې ته د حاضرېدو لپاره نیویارک ته ورسېد

هغه وویل، په تورونو کې دسیسه، دروغ، د عدالت پلي کولو پر وړاندې خنډ او د “جاسوسۍ قانون” له مخې په ناقانونه توګه د محرمو اسنادو ساتل شامل دي.

په دې اړه د عدلیې وزارت نظر

د عدلیې وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د ښاغلي ټرمپ پر ضد یې تورونه نه دي خپاره کړي. ادعا لیک د تورونو توضیحات لري او د ثبتولو معنی یې دا ده چې تورن له ادعا شويو ناسمو کارونو خبر دی.

دا یوه ورځ وروسته له هغه ده چې د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړ، قضایی چارواکو ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې هغه د سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته د محرمو فایلونو د لېږدولو په تړاو له جنایي څېړنو سره مخ دی.

د سمندر په غاړه د هغه ماڼۍ د تېر کال په اګست کې وپلټل شوه ، هلته ۱۱۰۰۰ سندونه ضبط شول چې پکې شاوخوا ۱۰۰ داسې سندونه وو چې محرم وو او پر ځینو یې د لوړ محرمیت مهر او ټاپه هم لګېدلې وه.

قضايي چارواکي له تېر کال راهیسې د فلوریډا په مارالاګو کې د هغه شخصي ماڼۍ ته له سپینې ماڼۍ څخه د ښاغلي ټرمپ لخوا د محرمو اسنادو د لېږدولو په اړه څېړنې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button