ټکنالوجي

د مخابراتو وزارت: په ټول هېواد کې ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال کار کوي

د مخابراتو وزارت خبر ورکړ چې په ټول هېواد کې ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال دي

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیونه فعال سیمکارتونه شته.

د څه باندې اوو میلیونه سیمکارټونو ثبتېدل

د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي، د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ۷ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي و ویل: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارټونو د قانوني کولو او د کړنلارو د پلي کولو په موخه تر اوسه شاوخوا ۷ اعشاریه ۸ میلیون سیمکارټونه ثبت او راجستر کړي دي.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي بیا په هېواد کې د سیم کارټونو د قانوني ثبتېدو پر بهیر خوښي څرګندوي، خو د سیمکارټونو د ثبتېدو د مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

نور ولولئ: د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي: مخابراتي خدمتونو ته سم لاسرسي نه لرو

نور ولولئ: په افغانستان کې تر ټولو غوره موبایل شبکه

د کابل اوسېدونکي، صالح محمد و ویل:دا ډيره ښه پروسه ده، دا هېوادوالو او دولت دواړو ته ډیره ګټه لري.

afghan (14)
د مخابراتو وزارت وداني

د کابل اوسېدونکي، خلیل الله هم څرګنده کړه: د سیمکارټونو د ثبت پروسه چې ده دا خو ډيره یوه ښه پروسه ده او باید هر څوک دغه سیمکارټونه راجستر کړي. موږ له مخابراتي شرکتونو غواړو چې نور مرکزونه هم زیات کړي څو دغه پروسه اسانه شي.

په کابل کې له انټرنیټي سایټونو لیدنه

دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي وو، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو د سیم کارټونو د غیر قانوني وېش ۹۸ سلنه مخنیوی شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مخابراتو وزارت ټولو شرکتونو ته ویلي چې په خپلو انټرنیټي بیو کې کمښت راولي او خلکو ته یې په ښه کیفیت او چټک سرعت سره وړاندې کړي.

د یاد وزارت له لوري مخابراتي شرکتونو ته د ضرب الاجل په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې د بندو شویو سایټونو څخه د ډاډ ترلاسي لپاره یې په کابل کې د مخابراتي شرکتونو له انټرنټي سایټونو څارنه کړې ده.

خو د خلکو له نظره افغانستان کې مخابراتي خدمات بې کیفیته دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button