نړیوال خبرونه

د مختلفو ولایتونو والیانو سره د ولسمشر غني خبرې او د ولایتونو د امنیت عمومي وضعیت ارزونه وشوه

د مختلفو ولایتونو والیانو سره د ولسمشر غني خبرې او د ولایتونو د امنیت عمومي وضعیت ارزونه وشوه.لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده چې د هېواد مختلفو ولایتونو وضعیت د ډېر وخت راهیسې خراب دی نو اوسمهال ولسمشر غني د تلیفون له لارې ارزونه وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دې اونۍ په جریان کې د هیواد د ټولو ولایتونو والیانو سره د جلا ويډيو کنفرانسونو له لارې د خبرو پرمهال د ولایتونو عمومي او امنیتي وضعیت وارزاوه.دوی ته پر مختلفو موضوعاتو او برخو په اړه سپارښتنې وکړې.او دوی ېې موضف کړ ل ترڅو خپل ولایتونږ نږی امنیتي پلانونو باندې کار وکړي.

په دغو ويډيو کنفرانسونو کې والیانو په خپل وار د اړوندو ولایتونو د عمومي او امنیتي وضعیت، خلکو ته د خدماتو او انکشافي چارو په اړه خپل راپورونه او معلومات له جمهوررئيس سره شریک کړل.او وی ویل چې مونږ غواړو چې اینده کې خپل ولایاتو لپاره نتیجه محوره پلانونه جوړ کړو.

fb img 1625221021236

د افغانستان جمهوررئيس د والیانو د راپورونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د وضعیت د ښه والي او له خلکو سره له نږدې د کار کولو لپاره هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو ترمنځ یې په لا همغږۍ ټينګار وکړ.او وی ویل چې په دې اساس وخت کې باید صرف وطن لپاره کار وکړو.

ولسمشرغني د هیواد او خلکو د دفاع او د دښمن د تهدیدونو د دفعه کولو په برخه کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او اتلولیو قدرداني وکړه وې ویل، زه هره ورځ د دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز له لارې د ټولو ولایتونو امنیتي وضعیت له نږدې څارم او زموږ د زړورو ځواکونو او د ولسونو د ګډو هلوځلو په پایله کې به په ولایتونو کې ژر او پام وړ بدلون راشي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button