ژوند

د مرغانو انفلونزا؛ برازیل کې بېړنی حالت اعلان شوی

برازیل کې وروسته له هغې د حیواناتو د روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلان شو چې ځنګلي مرغانو کې د انفلونزا ډېرې پېښې وموندل شوې

دا بېړنې حالت د شپږو میاشتو لپاره اعلان شوی دی.

اووه تازه پېښې د برازیل په اسپیریتو سانتو ایالت کې تایید شوي او یوه بله په ریو دي جانیرو ایالت کې رپوټ شوې ده.

د بېړني حالت په اعلانونو سره به حکومت وکولای شي چې د H5N1 ساري ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره پراخ ګامونه واخلي.

برازیل په نړۍ کې د چرګانو د غوښې لوی صادروونکی هېواد دی او اټکل کېږي چې د دې غوښې له پلورلو هر کال لږ تر لږه لس میلیارده عواید ترلاسه کوي.

د مرغانو روغتيايي چارواکي وايي چې د یاد ویروس ثبت شوې پېښې په سویلي برازیل کې د چرګانو د تولید له اصلي سیمو لېري دي

ډېر کله په فارم کې آن د یوې مثبتې پېښې ثبت کولی شي لوی شمېر چرګان ووژني او د صادراتو برخه کې یې محدودیتونه رامنځته کړي.

په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې هم د چرګانو انفلونزا یوه سخته څپه راغلې وه چې زیات شمېر پکې مړه شول.

دا ناروغي ځینو تي لرونکو ته هم لېږدول کېدی شي.

نور ولولئ: له هندي بزګره هغه مارغه ضبط شوی چې تر یوه کاله یې پاللی و

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د H5N1 په اړه پراخې څېړنې ته اړتیا ده.

د څېړنو په پایله کې به وموندل شي چې آیا دا ویروس کولی شي په داسې بڼه واوړي چې د انسانانو تر منځ هم خپور شي که نه.

تر دې دمه انسانانو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو پېښې هم ثبت شوې دي

د انسانانو دې ناروغۍ سره د مستقیمې اړیکې درلودلو پایله او پرې اخته مرغانو سره توپیر کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو د مخنیوي او د خطر د کمولو لپاره د مړو شویو مرغانو او یا پر دې ناروغۍ اخته مرغانو ته لاس ور نه وړي.

د مرغانو د انفلونزا ویروس د ځنګلي کډوالو مرغانو له خوا لېږدول کېږي او داسې هېڅ لاره نشته چې له یوه هېواده بل ته یې د ننوتو مخه ونیسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button