لوبې خبرونه

د مري په واوره کې د مردان څلور ملګري ځوانان ووژل شول

د پاکستان مري سیمه کې د سختې واورې له کبله د وژل شویو ۲۲ کسانو په ډله کې د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې څلور ملګري هم شامل دي. ویل کېږي‌ چې دوی ټول د مردان د یوې سیمې اوسېدونکي او خپلو کې سره خپلوان هم وو.

په دوی کې اسد خان،‌ سهیل خان، بلال خان او څلور ملګری هم د بلال خان په نامه و، چې سخته واوره او یخنۍ کې له راګېرېدو وروسته په حق ورسېدل. په دوی کې سهیل خان ۲۵ کلن او تر ټولو مشر و،‌ چې مېرمن او دوه اولادونه ورنه پاتې شوي دي. د پاتې ۳ ملګرو عمرونه شاوخوا ۲۲ کاله ښودل شوي او له اسد خان هم مېرمن او دوه بچي‌ پاتې شوي.

د دوی ملګري فیصل خان ویلي، د بلال په نامه یو ملګری له کراچۍ راغلی و،‌ او پاتې ۳ ملګرو په مردان کې کاروبار کاوه. فیصل وایي، کله چې واوره وشوه نو د ده مشوره دا وه چې سوات ته په چکر لاړ شي، خو وروسته دې ځوانانو مري ته د تلو پرېکړه وکړه. فیصل خان ویلي، اسد خان مري ته ولاړ او ده ته یې تیلیفون کې پیغام ولېږه او ورته یې وویل چې د دوکان کیلي یې چېرې ایښې ده.

نور یی ولوله | د پاکستان ملي امنیت سلاکار ”په نژدې راتلونکي کې” کابل ته سفر کوي

په سبا ورځ فیصل دوکان ته ولاړ، خو اسد پر وخت رانغی. فیصل ورته تیلیفون وکړ. یو بل چا د اسد خان تیلیفون ځواب کړ او فیصل ته یې وویل چې ملګري یې واوره کې وژل شوي دي. فیصل خان وایي، له دې مخکې یې بل ملګري سهیل سره هم خبرې شوې وې او هغه ورته ویلي وو چې د واورې له کبله لاره بندې شوې ده. خو سهیل دا ډاډ هم ورکړی و چې دوی ښه دي او چې لاره خلاصه شي نو د مري له چکر وروسته به بېرته مردان ته ستانه شي.

څو ساعته وروسته یو ځل بیا له څلور واړو مګلرو سره تیلیفوني اړیکه ونیول شوه، او دوی یو ځل بیا وویل چې لا ښه دي،‌ خو لاره نه ده خلاصه شوې. د وژل شویو ځوانانو یو بل ملګري‌ بابر خان هم د پېښې پر ورځ له دوی سره تیلیفوني خبرې کړې وې. بابر خان وایي، په دوی کې د بلال په نامه یو ملګری له کراچۍ راغلی و او په زړه یې ارمان و چې مري ته په چکر لاړ شي.

بابر خان وایي، کله چې یې پر تیلیفون له هلکانو سره خبرې وکړې نو هغوی ورته وویل چې ښه دي، که شپه پرې راشي نو موټر کې به بخارۍ ولګوي. هلکانو دا هم ورته ویلي وو چې یو څه اوبه او د خوراک سامان یې درلود، خو په واوره کې ایسارو نورو کسانو ته یې ورکړل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button