نړیوال خبرونه

د مسکو کنفرانس

د مسکو کنفرانس.د روسیې پلازېنه مسکو کې د افغانستان سولې په اړه کنفرانس نن نر سره شو. چې د طالب استازو په ګډون پکښي افغان  دولتي او سیاسي پلاوی هم ګډون کوي.او د هېواد اینده په اړه لحث پکې هم کوي.

د مسکو دا کنفرانس چې تر ډیره بریده یې د دولت لخوا پلاوی سیاسي څېرې د دولتي پلاوي مشري عبدالله عبدالله کوي  په دې پلاوی کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مارشال دوستم کریم خلیلي او د افغانستان ولسي جرګې مشر رحماني هم شتون لري.په ورته مهال په دې کنفرانس کې د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي چې ټول ماسکو ته رسیدلي، دا کنفرانس په دوحه کې د سولې خبرو د چټکتیا او دې خبرو د پرمختګ لپاره دایریږي.

یاد کنفرانس کې ګډونوال به يې تر ډیره بریده پر دې خبرې وکړي چې څنګه په افغانستان کې یوې دایمي سولې سره ورسیږي ښاغلی ګل بدین حکمتیار هم د دې کنفرانس د ګډون لپاره ماسکو ته تللی خو هغه ویلي چې د دوی پلاوی د دولت برخه نه ده او په خپل نوم په دې کنفرانس کې شرکت کوي.که څه هم ډیری داسې فکر کوي چې د ترکیې او روسیې کنفرانسونه د سولې خبرو لپاره ځانته بدیل دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانسونه د دوحې خبرو مرستندویه او د هغو خبرو تکمیلوونکي دي ترڅو مرسته وکړي دا خبرې یوې نتیجې ته سره ورسیږي.وړاندې له دې چې د ماسکو کنفرانس جوړشي امریکا د دې ګام هرکلی کړی

img 20210318 183615

او د سولې لپاره خپل استازی زلمی خلیلزاد يې دې کنفرانس ته لیږلی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ماسکو غونډه د افغان سولې په اړه د نړیوالو کوششونو بشپړوونکې او اندېښنو شریکوونکې ده او به کړای شي چې د افغان سولې پروسې سره زیات کومک وکړي.دې سره به افغانستان کې دایمی سولې ته لار هواره شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button