د مصالحې عالي شورا: ډېر ژر به خپلمنځي مزاکرات پيل شي
د مصالحي عالي شورا: ډېر ژر به خپلمنځي مزاکرات پيل شي د دغې شورا وياند فريدون خځون ميډیا ته په خبرو کې ویلي چې د طالب بندیانودازادېدو پروسه به ډېر ژر ختمه شي او خپلمنځي مزاکرات به پیل شي،
خوځون زياته کړه چې د افغان دولت له خوا ټاکل شوی د سولي مزاکراتي پلاوۍ د قطر پلازمينې دوحي ته د تګ بشپړ چمتوالی لري.او ډېر ژر به دويي قطر ته سفر وکړي، يوې سرچيني ميډیا ته ويلي چې افغان دولت په پام کې لري د نن ورځي تر يايه د طالب زندانيانو پاتي ۱۰۰ تنه نور هم ازاد کړي سرچينه زياتوي چې طالبانو هم منلي چې د افغان پوځ ۲ نور کوامانډويان له دويي د بنده ازاد کړي،
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده چې د هغه ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانيانو له ډلې يې ۸۰ تنه د سولی مشورتي لويې جرګې له پريکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان وروسته سم دلاسه ازاد شول.خو دپاتي ۳۲۰ نورو طالب زندانيانو د خوشي کيدا په سره په په نړيواله کچه او د افغان دولت او طالبانو تر منځ ناندريۍ او جنجالونه رامنځته شول.چې له دوو اونيو ځنډ وروسته لومړۍ چپه ۴۷ تنه طالب بنديان د دوشنبې ماښام تياره له څرخي پله خوشې شول،
اوسمهال يوازي له دولت سره د هغه خطرناکو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلي يوازي ۱۰۰ تنه طالب بندیان پاتي دي خو د سرچينې په خیره دغه پاتي ۱۰۰ تنه به هم د نن ورځي تر پايه خوشي کړل شي .داسي ويل کيږي د افغان دولت او طالبانو ترمابین يوه پټه هوکړه شوي چې افغان حکومت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ حصه ده،
بل خوا بيا طالبانو هم ويلي چې دوی هم د افغان پوځ ۴ کومانډويان ازاد کړل چې له دوی سره په بند کې وه.
ويل کيږي دغه کومانډويان د کندهار د والي دفتر ته ورکړل شوي دي .خو تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.دغې سرچيني دا هم ويلي د طالب زندانيانو د خوشي کيدو د لړۍ له ختميدو وروسته به سم دلاسه به د سولې مرکچي پلاوي د قطر پلازمينې دوحې ته سفر وکړي او سمدست به مزاکرات پیل کړي،
د یادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا د سولې مزاکراتو لپاره پلاوۍ هم اعلان شوۍ او د دغه پلاوي مشري به د عباس ستانکزي په غاړه وي دويي وايي چې دغه پلاوۍ ښه با استعداده خلک دي او کولۍ شي چې د مزاکراتو اغاز وکړي بلخوا د دولت پلاوۍ څه وخت وړاندې د معصوم ستانکزي په مشرۍ جوړ شوۍ،
اوس د بازې سیاسي مشرانو په خبره دواړه لورې دې ژر د سولې مزاکرات پیل کړي او هيڅ ځنډ پکې رامخې ته نکړي ځکه اوس وخت رارسېدلۍ دۍ چې مزاکرات پیل شي دواړه لورې چمتو دي او هر قسم خنډ له منځه تلۍ دۍ او پلاوي هم ټاکل شوي فقط دې ته خبره پاتې ده چې په کومه نېټه دغه مزاکرات پیل شي،