نړیوال خبرونه

د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي

د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي دغه شورا چې تمه ده یوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغان سولې خبري پیل شي؛ د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا یوې فني کمېټې ته دنده سپارلې تر څو د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه خبرې تر سره کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار «اسحاق ګیلاني» وايي، په دې کمېټه کې د پوهنتونونو ښوونکي هم شامل دي او مسئولیت ور سپارل شوی چې د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه لیکلې تشریح چمتو کړي او تر څنګ یې د مرکچي پلاوي لپاره هم کړنلاره وټاکي.دغه کمېټه داسې مهال ګمارل کېږي، چې تمه ده په نږدې وخت کې بیا ځلې مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته کښېني او د اجنډا د موضوعاتو په اړه بیا ځلې بحثونه ترسره کړي.

دخپلمنځي مذاکراتو ټیمونو د اجنډا د موضوعاتو تر تبادلې وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده د نوي کال د  جنوري میاشتې  پر پنځمه نېټه بیا ځلې خبرې پیل شي.حکومتي مذاکراتي ټيم ادعا لري چې طالبان د اسلامي نظام واضح تعریف نه ورته وړاندې کوي او دوی نه  پوهېږي، چې هغوی د اسلامي نظام په کومه بڼه باندې قناعت کوي.

د ولسمشر اشرف غني سلاکارنبي مصداق وایي، په نړۍ کې په ۵۴ هیوادونو کې بېلابېل اسلامي نظامونه شته؛ خو نه پوهېږو طالبان یې د کومې بڼې پلویتوب کوي.په دې اړه د عامو خلک هم خپل نظرونه لري. او۔وای چې باید چې د اینده نظام په اړه هر تصمیم نیول کیږي باید د عامو خلکو سره ورباندې بحث وشي.

د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي
د مصالحې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه خبرې پیل کړي

په دې اړه طالبان بیا وایي، چې په هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یې د مبارزې له اهدافو څخه دی او په دې اړه به د مذاکراتو په مېز باندې خبره کېږي.دوی زیاتوي چې باید په دې باندې خلک پوه شی چې مونږ یو خالص اسلامي نظام غواړو. او دا به د سولې مزاکراتو مهمه اجنډا وي.دوي وای چې مونږ به په اینده کې داسې یو نظام ولرو چې د ټولو افغانانو حق پکې خوندي وي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button