د ملا عمر د مور وفات: د جنازې مراسم او تازه جزیات

د افغانستان د واکمن رژیم او اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د شنبې په ورځ په یوه رسمي خبرپاڼه کې تایید کړه چې د طالبانو د تحریک د بنسټګر او پخواني مشر، ملا محمد عمر مجاهد، مور په حق رسېدلې ده. دغه خبر په رسنیو کې د د ملا عمر د مور وفات تر عنوان لاندې په پراخه کچه خپور شوی دی.

د ملا عمر د مور وفات او د جنازې او فاتحې مراسم
ذبیحالله مجاهد په خپلو خواله رسنیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د مرحومې د جنازې لمونځ به د یکشنبې په ورځ (نن) د کندهار ولایت په مرکزي عیدګاه جامع جومات کې ادا شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د فاتحې مراسم به هم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې په همدې ولایت (کندهار) کې ترسره شي. تر دې دمه د حکومت ویاند د ملا عمر د مور د دقیق عمر او یا د مړینې د لامل په اړه نور جزییات نه دي شریک کړي.

د ملا عمر د مور وفات او د کورنۍ مخینه
د طالبانو د تحریک بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد، چې مور یې تازه وفات شوې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د طالبانو مشر او امیرالمومنین و. نوموړی په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له برید او د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته پټ ژوند ته مخه کړه.

که څه هم د ملا عمر د مور وفات اوس تایید شو، خو پخپله ملا عمر کلونه مخکې له نړۍ سترګې پټې کړې وې. طالبانو په تېرو کلونو کې تایید کړې وه چې ملا عمر د ۱۳۹۲ لمریز کال د ثور په څلورمه نېټه د نري رنځ (سل) ناروغۍ له امله وفات شوی دی، خو د مړینې خبر یې په ۲۰۱۵ کال کې رسنیز شو. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د هغه قبر په زابل ولایت کې په رسمي ډول ښکاره کړ. د ملا عمر د کورنۍ د نورو غړو په اړه د طالبانو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د هغه پلار غلام نبي نومېده. غلام نبي په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په کندهار ولایت کې وفات شوی و. ویل کیږي چې د پلار د مړینې پر مهال ملا عمر یوازې پنځه کلن و.



