سیمه‌ییز

د ملا هبت الله لخوا بدخشان د د طب پوهنځي منځورېدل

د نجونو له ورتګ پرته د طالبانو امیر د بدخشان لپاره د طب پوهنځی منظور کړ

اړوند مطالب:

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستانی ریاست دې پر پي ټي اېم لګولي بندیزونه ختم کړي

د بښنې نړیوال سازمان طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي خبر ورکړی چې دغې ډلې مشر د خپلې ځانګړې لارښوونې له مخې د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور کړی دی.

دا پرېکړه داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو مشر تازه د نجونو پر مخ د طبي لوړو زده کړو دروازې هم تړلې دي.

د هاشمي په خبره، په بدخشان کې د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو او پراخولو په موخه ملا هبت الله د یاد پوهنځي د جوړیدو امر کړی دی. د طالبانو د دغه مشر د پخواني فرمان له مخې نجونې حق نلري چې په بدخشان کې د نورو پوهنځیو تر څنګ د طب پوهنځي ته د لوړو زده کړو لپاره لاړې شي.

د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمخه هم په بدخشان کې یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو انسټېټیوټونو د لوړو زده کړو پوهنځي او د نیمه لوړو زده کړو ټولګي جوړ کړي دي.

د طالبانو افراطي مشر بیا څو اونۍ دمخه په یو بل فرمان کې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو ادارو دروازې هم بندې کړې او له دې سره یې په ټول هېواد کې په بشپړه توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګول.

د راپورونو له مخې د هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې بیا طالبانو هغه استادان له دندو هم ګوښه کړي چې د دغه ډلې خلاف فکرونه لري او نه غواړي چې په اکاډمیک چاپېریال کې د دوی افراطي ذهنتیتونو ته وده ورکړي.

دا هم ولولئ:  طالبان مني چې مدرسې یې قوي کړي دي

د ملا هبت الله د سختدریځۍ له امله ورځ تر بلې د افغانانو او نړیوالو له لوري‌ د طالبانو پر ضد غبرګونونه ډېرېږي او دغه ډلې د لمنځه وړلو په تړاو تاوده بحثونه هم روان دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button