سیمه ییز خبرونه
د ملا یعقوب او هندي ډيپلوماټ ګډ انځور او د پاکستان وارخطايي
د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب مجاهد او د هندي لوړپوړي ډیپلومات جي پي سنېګ دې انځور په پاکستان کې سخته غوغا را پارولې ده.
پاکستانیان فکر کوي چې په افغانستان کې ګټلې لوبه یې له لاسه په وتو ده.
پاکستان اوس یوځل بیا هڅه پیل کړې چې د طالبانو سره خپل پخواني اړیکي رسنیز کړي.
پاکستاني استخبارات غواړي چې د طالبانو یوشمېر لوړرتبه کسان د پاکستاني استخباراتو سره په اړیکه رسوا کړي؛ دا کار دوی د دوو هدفونو په موخه کوي!
لمړی دا چې غواړي په افغانانو کې پر طالبانو باور کم کړي.
دوهم دا چې هڅه کوي هند له طالبانو سره له اړیکو پر شا کړي.
طالبان چې له پخوا د پاکستان سره په نېژدې اړیکو تورن دي؛ اوس یې ظاهرآ له پاکستان سره اړیکي ترینګلي شوي؛ خو لا هم ځیني لوړرتبه طالبان پاکستان ته بې پروټوکوله تګ راتګ کوي او پاکستان خپل ښه ګاونډی ګڼي.