نړیوال خبرونه

د ملي بیرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي

د ملي بیرغ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي دافغانستان غیور ولسه د زمري اوومه یا د ملي بیرغ ورځې په ویاړ د افغانستان ملت ته مبارکي وړاندې کوو خدا دی وکړی چې دا بیرغ مو ارمانونه پوره کړي .

بیرغ په واقعیت کې د یوه هېواد او ملت د پېژندګلوۍ او هویت څرګندوی دی.افغانستان هغه هېواد دی، چې د تاریخ په اوږده او پراخه لمن کې بیرغ لکه د ډېرو کلتوري نښو نښانو درلودونکی دی چې تاریخي ریښه یې پخوانۍ اریانا ته رسېږي. په همدې اساس د افغانستان بیرغ د ابادۍ او زرغونتیا په لوري له تورو تیارو، ستونزو او ربړونو د راتېرېدلو ښکارندویي کوي،

چې په تور، سور او زرغون رنګ پسولل شوی دی.له شک پرته له اوږدې مودې راپدېخوا د افغانستان د زړورو خلکو قربانۍ، سرښندنې او مبارزې دي، چې دغه بیرغ یې رپانده ساتلی او هېواد د سولې، سوکالۍ، پراختیا او غوړېدا په لوري بیایي.

IMG 20210729 090009 921

څرنګه چې د افغانستان درې رنګه ښکلی بیرغ د عزت، غرور، خپلواکۍ او یووالي سمبول دی؛ هیله مند یوو چې د دې ورځې نمانځل د افغانستان خلک تر پخوا نور هم سره رانږدې او په یوه ټغر سره را ټول کړي او د افغانستان او خلکو د ارزښتونو د ساتلو په لاره کې د مبارزو او تل پاتې ویاړونو الګو پاتي شي.

زموږ بیرغ زموږ د ملي غرور، وقار او عزت څرګندوی دی.الله تهالیړی وکړی چې دا بیرغ همداسې سرلوړی وی او هیڅ کله سر ټیټ نه کړی.ځکه دا بیرغچې وینو جمهوریت او نظام به وي.او همداراز افغانستان افغانستان به وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button