نړیوال خبرونه

د ملي شورا د دواړو مجلسونو رهبري پلاوي او غړو څخه د جمهوررئیس د مننې پیغام

د ملي شورا د دواړو مجلسونو رهبري پلاوي او غړو څخه د جمهوررئیس د مننې پیغام.د ارګ لخوا په یو خپور شوی پیغام کې ولسمشر غنی د دواړو مجلسینو څخه مننه وکړه.

د ارګ پاڼه کې لیکل شوي دي.غواړم د ملي شورا د دواړو مجلسونو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) رهبرۍ او غړو ته له نظام، د افغانانو د ګډو ارزښتونواو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څخه د دوی د برحقه موضع ګېرۍ په خاطر د مننې مراتب څرګند کړم.

fb img 1627985625919

له شک پرته ملي شورا د افغان ولس د ارادې ښکارندوی دی. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رهبري او غړو د تېرې ورځې د ګډې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د افغان ولس په صف کې ولاړ دي.

همداراز په لنډه موده کې د دغې پرتمینې غونډې د جوړولو په موخه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشاو په ګډون د دواړو مجلسونو د ټولو کارکوونکو قدرداني کوم .

په دې حساسو شرایطو کې زموږ وحدت او یووالی به د تجاوز او فتنې په مقابل کې د افغان ولس د بریالیتوب لامل شي.او مونږ به وتوانیږو چې د دښمن مقابل کې کې نوره کامیابي تر لاسه کړو. محمداشرف غني د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button