سیمه‌ییز

د ملګرو ملتونو سرمنشي له پاکستاني مشرانو سره ګوري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په پاکستان کې له لوړپوړو چارواکو سره پر سیمه‌ییزو او نړۍوالو تحولاتو او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کوي.

انټونیو ګوټرېش پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه یو لړ لیدنې لري.

ګوټرېش د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار په بلنه اسلام‌اباد ته تللی او ټاکل شوې د اکټوبر تر اتمې هلته پاتې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې کوي

د راپورونو له مخې، ګوټرېش به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره جلا لیدنې ولري.

نوموړی به دغه راز د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پاکستان د دفاعي ځواکونو له مشر او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم وګوري.

ټاکل شوې په دغو لیدنو کې د پاکستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو سربېره د سیمې او نړۍ پر روانو تحولاتو د نظرونو تبادله وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نورې لیدنې هم لري

ګوټرېش به د خپل سفر پر مهال په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې له مرکزي دفتر څخه هم لیدنه وکړي.

ټاکل شوې نوموړی د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت په ملي اداره کې په یوه معلوماتي غونډه کې هم ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ګوټرېش سفر به له ملګرو ملتونو سره د دغه هېواد پر اوږدمهالو همکاریو د بیا ټینګار لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پاکستان ته په داسې مهال سفر کړی چې ټاکل شوې له دغه هېواد له چارواکو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو ترڅنګ پر مهمو سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو هم خبرې وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button