نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي: فلسطین دې ددې سازمان غړی شي

ملګرو ملتونو کې له امنیت شورا غوښتل شوي، چې فلسطین د دې سازمان خپلواک غړی شي

په پرېکړه لیک کې راغلي، فلسطین باید د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ هېواد په توګه د دې سازمان رسمي غړی شي.

له دې وړاندې امریکا متحده ایالتونو په امنیت شورا کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو طرحه ویټو کړې وه. د امریکا دغه پرېکړه ځینو غندلې هم ده.

ځینې اروپايي هېوادونه د فلسطین په رسمیت پېژندلو ته خپل پلان اعلانوي

هممهاله د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیف بورېل ویلي و، ښايي اسپانیا، ایرلنډ، سلوانیا او ځينې نور اروپايي هېوادونه د خپلواک هېواد په توګه د فلسطين په رسمیت پېژندلو لپاره خپل پلان د روانې مې میاشتې په ۲۱ اعلان کړي.

ښاغلي بورېل، د اسپانیا اړوندې یوې راډيو سره مرکه کې ویلي، چې ښایې دا ګام د جګړې په لړ کې ډېر څه بدل نه کړي خو دا سمبولیک خوځښت به دا وښيي چې د “خپلواک فلسطین هېواد” په رسمیت پېژندلو لپاره اراده شته.

نوموړی وایي: “دا یو سبمولیک عمل دی خو سیاسي ماهیت لري.”

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول دا هم وایي، ښايي ځينې نورهېوادونه لکه بلجیم هم له دې نوښت سره یو ځای شي.

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

نور ولولئ: اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب هم د روانې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو، هېواد به یې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي پورې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

اروپايي هېوادونه ګډ ګام اخلي، خو اسرائیل مخالف دي

دارنګه د اسپانیا لوموړي وزیر پدرو سانچز هم په مارچ کې ویلي وو، اسپانیا او ایرلند له سلوانیا او مالتا سره هوکړه کړې چې په دې برخه کې به ګډ ګام اخلي.

له دې ډول پریکړې سره له وړاندې اسرائیل مخالف دي.

1
ملګري ملتونه

خو په غزه د اسرائیلو له جګړې وروسته، ډېرو هېوادونو خپل دریځ بدل کړی او هڅه کوي فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د یو شمېر اروپايي هېوادونو دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي، چې اسرائیلو په رفح ښار له نړیوالو مخالفتونو سره سره عملیات پيل کړي دي.

تازه د ملګرو متلونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې په رفح د اسرائیلو ځمکني عملیات به هلته د “لوی ناورین” لامل شي.

ښاغلی ګوتیرش وایي، دا کار له هغو خلکو سره چې له لوږې د مرګ په پوله ولاړ دی، د مرستو هڅې له ستونزو سره مخ کوي.

ملګري ملتونو سرمنشي یو ځل بیا د بیړني اوربند غوښتنه کوي:” موږ له خپلو ټولو همکارانو سره هڅې کوو چې خلکو ته مرستې او روغتونو ته سون توکي ورسوو.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button