سیمه ییز خبرونه

د منظور پشتین په موټر لومړی ډزې شوې او بیا نیول شوی دی

منظور پشتین د بلوچستان په چمن کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي دي

له نیولو کېدو مخکې د نوموړي پر موټر “ډزې” هم شوې وې. د چمن ولسوال تائید کړې چې نوموړی د پولیسو له لوري نیول شوی، خو نور مالومات یې په اړه نه دي ورکړي.

په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم ویلي چې ښاغلی پښتین د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

نور ولولئ: علي وزیر د چمن پرلت کې له ګډون وروسته نیول شوی

د ښاغلي پښتین له نېولو وړاندې پر اېکس پاڼه لیکي و، نوموړی “له چمن څخه د تربت په لور روان و” چې “په چمن کې پوځ او پولیسو د هغوی پر ګاډي مخامخ ډزې کړې دي.” په تربت کې ځینې بلوڅانو د “یوشمېر ځوانانو د وژنې او ورکېدو” پرضد پرلت وهلی دی.

منظور پښتین ته کوم زیان نه دی اوښتی

په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی اسد اقرار وايي، په دغه پېښه کې منظور پښتین ته زیان نه دی رسېدلی. نوموړی ادعا کوي چې په ډزو کې “دوه ښځې” ټپیانې شوې دي. نوموړی وايي چې ډزې د چمن په بازار کې شوې دي.

د ښاغلي پښتین پر پاڼه دا هم ویل شوي چې هغه سیمه پوځ او پولیسو محاصره کړې او د هغه د”ګرفتارۍ کوښښ کوي.”

منظور پښتین پرون (یکشنبه) ویلي و، د (سه شنبه) په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه اخلي.

نور ولولئ: له پښتنو او بلوچانو د پاکستان ویره؛ محسن داوړ نیول شوی دی

نوموړي تېره اوونۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې وویل، د پښتون قام سياسي مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت وکړي.

منظور پښتین چېرته نیول شوی دی؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين‌د چمن څخه د تربت په لور روان و ، چي په لارې د چمن او کويټې په مينځ کې د ریاستي ادارو لخوا ونیول شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري دی پرامن اوسئ او راتلونکي لايحه عمل لپاره دی د مرکزي کميټې پريکړې ته په انتظار اوسئ.

هغه دا خبره هم کړې وه چې نه یوازې د چمن پر دروازه د پاسپورټ شرط نه مني، بلکې په وینا یې پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ په هېڅ یوه لار هم د پاسپورټ او ویزې شرطونه نه مني.

د يادونې ده چې په چمن کې پر ډېورنډ‌ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاکستاني چارواکو له لوري د پاسپورټ او ویزې شرط پر ضد د ځايي سیاسي ګوندونو او سوداګرو لخوا پرلت له تېرو شپږو اونیو راهیسې دوام لري او دروازه د سوداګرۍ لپاره هم تړل شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button