ټکنالوجي

د موبایل څپې د انسانانو غږونه “کُرو” ته لېږدوي

نوي معلومات دادي موبایل د خبرو پر مهال د انسانانو غږونه نورو کُرو ته هم لېږدوي

له ډیرو کلونو راهیسې د نورو سیارو د مخلوقاتو او مځکې ته د هغو د راتګ په اړه ناتایید شوي خبرونه خپرېږي خو دې ډول خبرونو د ډیرو خلکو ذهنونه مشغول کړي دي. خلک دا په اسانۍ نه مني چې ګواګي د نورو سیارو مخلوقات دې مځکې ته راشي او دغه کُره دې وګوري او یا دې په کې وګرځي.

په مجله کې څه راغلي دي؟

د نجوم سلطنتي (رایل) ټولنې په خپله میاشتنۍ مجله کې په یوه راپور کې پوښتنه کړې چې ایا فضايي محلوقات زموږ د موبایل ټېلفونونو غږونه اوري؟

په دې اړه (ساینس الرټ) ویبپاڼې لیکلي چې مخابراتي سیګنالونه د مځکې معلومات افشا کوي او پردي یا د نورو کُرو تمدونونه د موبایل انتنونو له سیګنالونو څخه په استفادې مځکه څارلی شي. دا په داسې حال کې ده چې د نورو کُرو تمدنونه خلکو نه دي پېژندلي او که په اړه معلومات هم وي، نو په هغه کچه نه دي لکه څه ډول چې بشر ورته د پوهېدو لپاره اړتیا لري.

نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟

پر دې سربېره ساینس الرټ ویبپاڼه، چې د تازه ساینسي انکشافاتو خبرونه خپروي، وايي، په شلمه پېړۍ کې اکثره راډیويي مخابرې او سیګنالونه د راډیوګانو او تلویزیونونو وې. خو دوی زیاتوي چې اوس تر ټولو ډیر سیګنالونه د موبایل ټېلفونونو دي چې په سترګو نه لیدل کېږي.

د موبایل ټیلیفونونو د برح سیګنالونه

د موبایل ټیلفونونو د هر برح یا انتن راډیويي سیګنال له ۱۰۰ تر ۲۰۰ واټه قدرت لري، د انتنونو زیاتوالي ته په پام دا اندازه په فضا کې څو ګېګاواټوته رسیږي. نو که داسې وانګېرو چې په فضا کې نور مخلوقات پرمختللی راډیويي سیستم لري، په هغه صورت کې زموږ له لوري استول کېدونکې څپې لسګونه نوري کاله لېرې ځایونو ته باید ورسیږي خو دا له دې سره تړاو لري چې نور مخلوقات څومره لېرې دي.

نورو کُرو ته د انسانانو د ټیلیفوني خبرو د رسېدو په اړه لا ډېرو تحقیقاتو ته اړتیا ده او دا باید یقیني کړل شي چې څه ډول نور مخلوقات د مځکې پر مخ د بشر معلومات افشا کوي او څنګه تر دوی پورې رسېږي؟ که چېرته دا سیګنالونه دوی اوري او پرې پوهېږي نو څنګه کېدای شي چې دوی دا محرم معلومات افشا او تر نورو ورسوي؟ دا هغه سوالونه دي چې هر اړخیز تحقیق غواړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button