نړیوال خبرونه

د مڼې له دې حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

مڼه د ټیټ ګلاسیمیک انډیکس لرونکې میوه ده چې د شکرې ناروغانو کې د وینې شکر د لوړیدو مخه نیسي او د بېلابېلو څیړنو له مخې، د مڼو او ناک خوړل د شکر ناروغۍ امکانات ۱۸ سلنه کموي.

هره ورځ د یوې مڼې خوړل ډاکټر ته د تګ مخنیوی کوي او دا جمله له ماشومتوب راهیسې اورو، د دې مطلب دا دی چې سم او مناسب خوراک وکړو او په دې لړ کې سور رنګه مڼې خورا ګټورې وي.

مڼه د زړه د احتمالي ضررناکو ستونزو لکه د شکر ناروغۍ او د وینی لوړ فشار سره د یوې عالي میوې په توګه کار کوي او شنه مڼه د شکرې ناروغانو لپاره ګټوره مڼه ګڼل کېږي.

نور یی ولوله | پیسته د موسمي ناروغیو ترڅنګ نورې ګټې هم لري

میوه په زنک، اوسپنه او نورو فلزاتو بډایه ده چې د وینې شکر په کنټرول کې مرسته کوي. شنه مڼې لږه اندازه خوږه لري او سره مڼې بیا ډېر خوږوالی لري. دغه راز هره ورځ د یوې مڼې خوړل وزن هم کموي، ځکه چې د اوبو او فایبر اندازه یې زیاته او کالوري لږه ده.

د وینې لوړ فشار یوه داسې ستونزه ده چې په نړیواله کچه یې زیات خلک اغېزمن کړي او مڼه هغه تحریک کوونکی عنصر کابو کوي چې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي. همدا راز د کولمو لپاره هم ګټور وي او د قبض او بدهضمۍ مخه نیسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button