Uncategorized

د مینا خیري د شهادت په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه

د مینا خیري د شهادت په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه.د کابل میشتې مینا خیري د شهادت په اړه ارګ یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې د مینا کورنی ته ېې پکښې تسلیت ویلی او د پېښې عاملینو نه ېې د بدل اخیستلو وعده هم کړې ده.

ارګ، کابل: وحشي تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام په کابل ښار کې پر تونس موټر د ماین چاودنې له امله د اریانا نیوز تلویزیون د «اغاز صبح» خپرونې نطاقه مینا خیري او د نوموړې د مور په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.دو پېښې زمه واری لا هم چا نده اخیستې او هیڅچا ځان پورې تړلې هم نده.

د یادولو وړ ده چې جمهوررئیس محمداشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، تروریستان دې پر دې پوه شي چې پر افغانانو د تاوتریخوالي زیاتول او د رعب او وحشت فضا د ایجاد لپاره د دوی ناوړه هڅې یواځې د افغانانو د لازیاتې کرکې او نفرت لامل ګرځي.

20210605 082651

ولسمشر غني څرګنده کړه، د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې دوام او د تاوتریخوالي زیاتول اسلامي انساني او معقوله لاره نه ده، بلکې دا په هیواد کې روان وضعیت لا پېچلی او د سولې لپاره برابر شوي فرصت ضایع کولی شي.هغه وویل لا هم وخت شته چې د سولې شته فرصت نه ګټه پورته شي او افغانانوته په ارامه فضاء کېد ژوند برابرولو فرصت پیدا شي.

د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د یادې پیښې د هراړخیزې ارزونې او د عاملینو د پېژندلو او مجازاتو د لارښوونې پر مهال د شهیدې مینا خیري او ټولو قربانیانو کورنیو، همکارانو او د مطبوعاتو لویې کورنۍ ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button