هنر او ادب

د مینې هغه داستانونه چې بالیووډ کې له صحنې شاته دي

بالیووډ چې یو فلمي صنعت دی، خو د مینې ډېر خواږه داستانونه هم لري چې څوک کامیاب او څوک په کې ناکام دي

د بالیووډ سینما یو هنرمندان د صحنې تر شا د مینې او ومحبت په زړه پورې داستانونه لري. دوی د مینې او محبت لړۍ له هغه شیبه پیل کړې چې په لومړي ځل یې له یوه او بل سره ملاقات شوی او دغه لومړي ملاقاتونه خورا جالب دي.

په دغه داستانونو کې د هنرمندانو لومړۍ لیدنې او بیا د عاشقۍ تر پولې ددوی اړیکې رسېدل په بالیووډ سینما کې خورا جالب او د خلکو په خوله دي.

خلک دې دا ډول داستانونه اورېدل ډېر خوښوي.

رنبیر کپور او عالیه بهټ

که اوس د یوې جوړې په اړه هر څوک خبرې کوي، هغه عالیه بهټ او رنبیر کپور دي. دغه ښایسته جوړه ډیری وختونه د نړۍ په سفر کې لیدل شوي، او بل دا جوړه د ۲۰۲۰ په اپریل کې د واده کولو لپاره چمتو شوي دي.

afghan (53)
رنبیر کپور او عالیه بهټ

ددوی ترمنځ د مینې داستان خورا خوږ دی. دغه جوړه وايي، که یو او بل ونه ګوري، نو هر لوري ته له خپله یاره پرته ژوند تېرول ګران دي.

که څه هم د دوی اړیکې له ۲۰۱۸ کال راهیسې تائید شوي، خو په اصل کې ددغه جوړې مینه له یوې لسیزې راهیسې روانه ده. عالیه بهټ په یوه مرکه کې وايي، زه ۱۱ کلنه وم چې له کپور سره پېژنم او مینه مې ورسره پیدا شوي ده.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

نور ولولئ:  د هنر نړۍ؛ د بالیووډ هغه فلمونه چې میلیونونو خلکو انلاین کتلي

بهټ او کپور له یوه او بل سره لېونۍ مینه لري، خو واده یې سره نه دی کړی.

پرینکا چوپړا او نیک جوناس

د پرینکا چوپړا او نیک جوناس مینه د ایکس یا ټویټر له پیغامونه پیدا شوه. چوپړا له واده وروسته په یوه مرکه کې وویل، نیک د ایکس له لارې لومړی پیغام راکړ چې مینې له هغه لومړي پیغام پیل شوه. دا مینه، نه وه بلکې په زړه کې یوه پټه لمبه وه چې زه یې لولپه کړم.

afghan (55)
پرینکا چوپړا او نیک جوناس

چوپړا وايي، د نیک دغه پیغام یې د ۲۰۱۶ کال، د سپتمبر په ۱۸مه تر لاسه کړی و. نیک جوناس وايي، زه له پرینکا چوپړا سره اوس هم لیونۍ مینه لرم او د ژوند هره شیبه راته خورا رنګینه او ښایسته ده.

میرا راجپوت کپور او شاهد کپور

میرا راجپوت کپور او شاهد کپور په هند کې خورا مشهوره جوړه ده، خو مینه وال یې له ډېرو رازونو خبر نه دي. دغه جوړه د لومړي ځل لپاره په یوه کنسرت کې له یوه او بل سره اشنا شول. د هغې اوسنی مېړه له داسې چا سره مخامخ شو او مینه یې ورسره پیدا شوه چې دوه اولادونه یې هم لرل.

afghan (56)

میرا وايي، زه له مخکې پر ده عاشقه وم او له هغه سره مې مینه وه، خو دغه مینه هلته زوروره شوه چې ما له هغه سره ۷ ساعته ملاقات وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button