ستاسې اند او نظر

د مینې په اړه۹ خبرې

د مينې مسله داسې يوه مسله ده چې تر اوسه ورباندې ډېری خلک اتفاق نه لري، څوک يې يو ډول معرفي کوي، څوک بل ډول، څوک يې د نفرت پيل بولي څوک بيا وايي چې تر ټولو لويه مینه یې په نفرت پيل شوې.

په مینه کې لومړنی دیدار، لومړنی تماس مهم دی، که په لومړيو څلورو دقيقو کې په يو چا ميين شوئ نو ميين يئ، که نه نو په لوی احتمال د هغه کس سره مو لارې نه يو ځای کېږي.

د ارواپوهنې څېړنې ښيي کله چې دوه کسان يو د بل سره مينه لري او د يو بل سترګو ته درې دقیقې وګوري نو درې دقيقې وروسته يې د زړه ضربان سره يو کېږي.

هغه کسان چې په لومړي ځل ميین شي د مغز په دولسو برخو کې يې په يو ځل په ډېره زياته اندازه د خوشحالۍ هورمون ترشح کېږي، چې دا د يوې نشې تر خوشحالۍ هم زياته ده.

د هغه چاسره چې مينه لرئ، په غېږ کې د نيولو سره مو بدن داسې تاثير کوي لکه درد بندونکي درمل چې وخورئ، اوکسیتوسين يا د مينې هورمون په غېږ کې نيولو سره په ډېر زياته اندازه ترشح کېږي، اوکسیتوسين د ښځو او نارينه په جن + سي غړو او مغز کې تولید کېږي، د اوکسیتوسين هورمون د سر درد په لومړیو کې په زيات کموي خو څلور ساعته وروسته یې بېخي له منځه وړي.

دا خو ټولو څېړنو ثابته کړې ده، چې هغه خلک چې د خپلو مېرمنو يا د هغه چا سره چې مينه لري، يو ځای ژوند کوي، د ناروغۍ څخه په ډېر لنډ وخت کې خلاصېږي، خو اوس نوې څېړنې ښيي چې کله يو کس په روغتون کې بستر وي او يا کور کې د ناروغۍ سره مخ وي، نو که د څنګ سره یې خپل ميين يا مينه، نه وي هم، که صرف د هغه انځور یې هم مخې ته کېښودل شي نو د خپلو دردونو څخه په لنډ وخت کې خلاصېږي.

مختلف طرفونه، مختلف اضداد يو بل ته د جذب قوت لري، په مينه ترسره شوې څېړنې ښيي چې هغه جوړې چې د يو بل سره ډېری ورته خويونه لري نو ډېر زيات وخت د يو بل سره يو ځای نه شي تېرولی، او زر د يو بل څخه خسته کېږي، يو بل ته نوي شی نه شي ورکولی، هغه جوړې چې د يو بل څخه مختلف خويونه لري يو بل ته تر ډېره جالب وي او يو بل تل خوشحاله کولای شي، داسې کسان ډېر وخت يو ځای تېروي او د خپل ژوند څخه خوشحاله وي.

دا خبره چې زړه مې دې مات کړ، که څه هم ډېر وخت په مجازي ډول کارول کېږي خو که ډېر وخت په حقيقت کې نه وي ځینې وخت په حقيقت هم بدلېږي، څېړنې ښيي چې کله يو جوړه سره بېلېږي، طلاق اخلي، يو بل ته دوکه ورکوي، نو په دې وخت کې د زړه يو سخت درد احساس کوي، دا سخت درد واقعي دی، او د زړه عضلات په شديد ډول ضعيف کوي، دې ته په ساینس کې د زړه د ماتېدو سندروم وايي، په دې وخت کې سړی ښه نفس نه شي اخيستلی، زړه په سینه کې په تنګ وي او شخص د هر نفس سره د درد احساس کوي. ډېر وخت جوړې په مينه کې د مقابل طرف د مخ او سيما څخه زیاتې متاثره کېږي، خو دا موقتي وي، يانې يا دا ملګري موقتي وي، هغه کس د اوږده وخت لپاره کوم فکر نه لري، او يا که فکر هم لري، دا اړیکه په واده هم بدله شي خو وروسته شخص د ښه مخ څخه د ښه بدن په غوره والي پوهېږي، او هغوی چې ښه بدن او ښه مخ دواړه لري نو دوی بيا تر ډېره يو راضي او خوښ ژوند لري

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button