نړیوال خبرونه

د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي

د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري ویاند له طالبانو غوښتي چې اعدامونه او نورې سزا دې ودروي

جرمي لارنس په یوه بیان کې ویلي چې تېره اوونۍ په یوه لوبغالي کې طالبانو په عام محضر کې درې کسه په اعدام محکوم کړل او هغوی یې په ډېزو ووژل.

دی زیاتوي چې په غزني او شبرغان ښارونو کې داسې مهال دغه کسان اعدام شول چې په افغانستان کې منظم قضايي سیسټم، د دوسیو څېړلو بشپړ میکانیزم او د تورن څخه د دفاع لپاره هېڅ نشته، نو څنګه کېدای شي چې طالبان دې داسې یوه فیصله وکړي چې هغه ته دې عادلانه فیصله وویل شي.

execution
د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي

په لغمان ولایت کې د ۱۲ کلن ماشوم اعدام

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي چې طالبانو په لغمان ولایت کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم په اعدام محکوم کړی دی، په داسې حال کې چې دوولس کلن ماشوم ته تادیبي جزا ورکول کېږي.

د یاد سازمان ویاند له طالبانو غوښتي چې هر ډول بدني سزا ته نور د پای ټکی کېږدي او په عام محضر دې د اعدام سزاګانې ودروي.

نور ولولئ: طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

نور ولولئ: په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو اعدامېدل

نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاند جرمي لارنس چهارشنبه د کب پر ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو له لوري په غزني او جوزجان کې د درېیو کسانو اعدام «ظالمانه»، «ناانساني» او «سپکوونکی» بللی دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا ډول اعدامونه خپلسرې بڼه لري او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي.»

پر اعدام محکوم شوي کسانو په ډزو ویشتل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي چې طالبانو په اعدام محکوم کړي کسان په عام محضر او د خلکو د سترګو پر وړاندې په ډزو ویشتلي دي.

execution2
افغانستان کې منظم قضايي سیسټم، د دوسیو څېړلو بشپړ میکانیزم او د تورن څخه د دفاع لپاره هېڅ نشته

لارنس یادونه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو بیا تر اوسه د دې ډلې قضايي سیسټم د پرېکړې او هبت‌الله اخوندزاده له تایید وروسته، پنځه کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاند له طالبانو غوښتي چې د تورنو کسانو قانوني محاکمې ته درناوي وکړي او قانوني وکالت ته عادلانه لاسرسی ډاډمن کړي.

طالبانو څو ورځې وړاندې په غزني او جوزجان کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

پر دې سربېره پر طالبانو یوه بله نیوکه دا هم ده چې طالبانو په خپلو لیکو کې کسانو ته سزا نه ورکوي، خو پر نورو بیا د اعدام په څېر سزاګانې د اسلامي شریعت تطبیق بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button