د ناټو ناسته کې سبا د افغانستان په اړه مهمه پریکړه کیږي

د ناټو ناسته کې سبا د افغانستان په اړه مهمه پریکړه کیږي. تمه ده چې سبا د ناټو دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره شي او دوی به د افغانستان په اړه پر بیلابیلو مهمو موضوعاتو بحث وکړي او غونډه به پیل کړي.
د سبانۍ غونډې په هکله یوازي دومره ویل سوي چې د ناټو او دفاع وزیرانو غونډه به چې اجنډا به يې د افغانستان په هکله ورغونډه وي بحث او نظر وړاندې شي.په یوه مهمه او اړینه مرحله کې د ناټو تړون غونډه چې محور به یې هم افغانستان وي هیله بخښوونکې موارد ښايي ولري راپورونه کاږي چې دا غونډه په انلاین ډول ترسره کیږي.
د (NATO) د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې چې د افغانستان په هکله یې کړې ویلي چې ناټو لاهم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکويهغه د خپلې همکاري یو ډول بیان کړ او زیاته یې کړه چې د دوی ملکي متخصصاان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له ځواکونو سره به مالي ملاتړ او مرستې کوي.

تر دې دمه د ناټو له ادرسه ویل شوي چې دوی غواړي په کلني ډول سره له افغان ځواکونو سره په مالیاتي برخه کې د میلیونو ډالرو په اندازه مرسته وکړي.د سبانۍ غونډې مهوالی همدادی چې یو ځل بیا به افغانستان د نړیوال سټېج د بحث محور وي او د راتلوونکو خطرونو په هکله ښايي بیلابیلي پریکړي وسي که څه هم مالومه نه ده چې ناټو به کوم بحث وکړي خو د افغانستان په هکله چې هرڅه ویل کیږي بهتره دي.
تر دې دمه داسې نه ویل کیږي چې ښه یابد حالت خو دومره مالومیږي د مي میاشتي له لومړۍ نېټې راوروسته د افغانستان په هر ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې نښتې روانې دي چې او د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی خو تراوسه افغان ځواکونه توانیدلي چې د طالبانو په وړاندې مقابله وکړي.