د نجات څلي نړولو پر سر غبرګونونه؛ اصولي یې تاریخي تېروتنه بولي

په کابل ښار کې د نجات څلي د نړولو موضوع توند غبرګونونه راپارولي دي. د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، د دغه تاریخي څلي ویجاړول د افغانستان د تاریخي ارزښتونو پر ضد اقدام دی.
اصولي په خپل غبرګون کې ویلي، د نجات څلی د افغانانو د تاریخي ویاړونو له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېده او د افغانستان د ژغورنې ورځې یاد ته جوړ شوی و.

د نجات څلي نړول د سقاوي دورې د سپینولو هڅه وبلل شوه
کمال ناصر اصولي ټینګار کړی، د نجات څلي نړول داسې تعبیرېږي لکه د سقاوي دورې لپاره چې د برائت او سپینولو هڅه وشي.
هغه ویلي، د دغه تاریخي څلي ړنګول یوازې یوه عادي ښاري پروژه نه ده، بلکې د افغانستان له تاریخي هویت سره تړاو لري.
تازه د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ د پلونو او سړکونو د پراختیا په نوم د نجات څلی ویجاړ کړی دی. دغه څلی د کابل ښار په استقلال واټ کې د شاه شهید او لاهوري دروازو ته نږدې موقعیت درلود.

کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا دلیل وړاندې کړی
د راپورونو له مخې، کابل ښاروالۍ ویلي چې د پلونو او سړکونو د پراختیا لپاره یې دا اقدام کړی، خو کمال ناصر اصولي ادعا کړې چې د ښاري پروژې په ډیزاین کې د نجات څلي د ساتلو امکان موجود و.
هغه زیاته کړې، دا ډول اقدامات د ځانګړو افکارو د ترویج هڅه ښکاري او خلک باید د خپلو تاریخي ارزښتونو پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي.
د نجات څلی څه تاریخي مخینه لرله؟
د نجات څلی د افغانستان له مهمو تاریخي یادګارونو څخه و، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد نادرشاه په ۱۹۳۰ زېږدیز کال کې د سقاو او د هغه د لښکرو پر وړاندې د بریا په یاد جوړ کړی و.
دغه تاریخي څلی د کابل ښار په مهمه سیمه کې جوړ شوی و او د کلونو راهیسې د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه مهم سمبول په توګه پېژندل کېده.




