افغانستان

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین: طالبان دې د نجونو ښوونځي بې له قید او شرطه پرانیزي

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو ښوونځي بې له قید او شرطه بېرته پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړې حق ورکړي.

دغه کمپاین ویلي چې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي او د «امرثاني» په نوم د دې بندیز دوام نور د منلو وړ نه دی.

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین په وینا، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام د میلیونونو افغان نجونو پر راتلونکي منفي اغېز کړی او افغانستان یې له یوې مهمې بشري پانګې څخه بې‌برخې کړی دی.

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین: د نجونو پر زده‌کړو د بندیز اغېزې

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوازې د هغوی پر شخصي راتلونکي اغېز نه کوي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم منفي اغېزې لري.

د کمپاین په باور، د زده‌کړو د فرصتونو محدودېدل د فقر، جبري کډوالۍ او د هېواد د پرمختګ د کمزوري کېدو له عواملو سره تړاو لري.

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین په اعلامیه کې د ښوونځیو د تړلي ساتلو لپاره مطرح شوي دلایل هم تر پوښتنې لاندې راوستل شوي دي. په دې دلایلو کې «نامناسب چاپېریال»، «نامناسب نصاب» او «د مناسب چمتووالي نشتوالی» یاد شوي دي.

کمپاین وايي، که په تېرو پنځو کلونو کې د شرایطو د برابرولو لپاره کافي وخت نه دی ورکړل شوی، نو د نجونو د ښوونځیو د دوامدار تړل کېدو لپاره باید نور روښانه دلیلونه وړاندې شي.

د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغان نجونو ښوونځي ژر تر ژره بې له قید او شرطه پرانیزي او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بېرته پیل کړي. د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین: طالبان دې د نجونو ښوونځي بې له قید او شرطه پرانیزي

دغه کمپاین له دیني عالمانو، مدني بنسټونو، قومي مشرانو، سیاسي جریانونو او اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې د افغان نجونو د زده‌کړې له حق څخه ملاتړ وکړي.

له نړیوالې ټولنې غوښتنه

په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې د نجونو د زده‌کړې د حق د تأمین لپاره پر طالبانو سیاسي، حقوقي او ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي.

کمپاین وړاندیز کړی چې تر هغه وخته چې رسمي ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي، نړیواله ټولنه دې د افغان نجونو لپاره د آنلاین، کورنیو او نورو بدیلو زده‌کړو ملاتړ وکړي.

په پای کې، د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین ټینګار کړی چې د افغان نجونو راتلونکی باید د یوې ډلې د پرېکړو قرباني نه شي او د زده‌کړې د حق ساتنه یو ملي، اسلامي او انساني مسؤولیت دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button