نړیوال خبرونه

د نجونو د زده کړو د مخنیوي پرسر امریکا په دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې مذاکرات لغوه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه سرچېنه وایی، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ټام وېسټ په مشرۍ دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې مذاکرات لغوه شوې دي. یادې سرچینې ویلي، د دغو خبرو لپاره د ټام وېسټ تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم دوحې ته تللې وه.

امریکا وروسته له هغه د دې کتنو لغوه کولو پرېکړه کړې چې افغان طالبانو افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز وغځاوه. ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو او طالبانو استازي د قطر په پلازمینه دوحه کې د عمده اقتصادي مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د سرچینو له قوله ویلي، هغه قطرۍ الوتکه چې ټاکل شوې وه کابل ته لاړه شي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی دوحې ته ولېږدوي، افغان پلازمېنې ته نه ده استول شوې.

نور یی ولوله | جو روټ په ټیسټ کرکټ کې یو مهم پړاو ته نږدې دی

تمه کېده روانه اوونۍ په ټول افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو په ګډون د هر عمر نجونې ښوونځیو ته ستنې شي. خو طالبانو دوه ورځې وړاندې د خپلو پخوانیو څرګندونو او ژمنو خلاف اعلان وکړ چې د ‘اسلامي حجاب او نورو شرایطو په اړه تر وروستۍ پرېکړې به د نجونو منځني ښوونځي بند پاتې وي’.

د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه پراخ او توند غبرګونونه را وپارول او د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او ګڼو نورو نړیوالو ادارو لخوا یې غندنه وشوه. اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې دې ډلې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړې وې.

دې چارواکي ویلي: “موږ له طالبانو سره خپلې ځینې ناستې لغوه کړې دي، چې دوحه کې کېدونکې ناسته هم پکې شامله ده.‌ دوی ته مو واضح کړې چې دا پرېکړه زموږ او د دوی ترمنځ د اړیکو بڼه بدلولی شي”. ټاکل شوې وه چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ دا ناستې د(دوحه فورم) په نامه د یو نړیوال کنفرانس په څنډو کې وشي. تمه کېدله په دې ناستو کې د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازي هم ګډون وکړي، او افغانستان سره پر بشري مرستو، د افغانستان د مرکزي بانک پر خپلواکۍ او د افغاني یا بانک نوټونو پر چاپولو خبرې وشي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button