نړیوال خبرونه

د نجونو د ښوونځيو تړلو له کبله پر طالبانو سختې نيوکې شوې

نړيوالو سره د تعامل له پاره یې کوي. ترکیې هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانستلو پر تصميم خواشيني څرګنده کړې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د چهار شنبې په ورځ په دې اړه وويل: «د طالبانو دا پريکړه به که چېرې يې ژر بیرته وانخلي، افغان ولس، د اقتصادي ودې په اړه د هغوی ليدلوري او همدا راز له نړيوالو سره د اړيکو د ښه کولو د طالبانو هڅو ته زيان ورسوي.» بلينکن ټینګار وکړ چې زده کړو ته لاس رسی يو بشري حق دی او امريکا متحده ایالات د افغان نجونو او د هغو د کورنيو ترڅنګ ولاړ دي چې تعليم ته د ټولنې او اقتصاد د ودې او پرمختګ د لارې په توګه ګوري.

د ترکیې غبرګون

ترکیې هم د نجونو د ښوونځیو د تړلو د طالبانو پريکړه غندلې ده او پر دغي ډله یې غږ کړی دی چې د افغانستان ټولو نجونو ته دې د زده کړو اجازه ور کړي. د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې زده کړو ته د ټولو محصلينو او شاګردانو لاس رسی چې نجونې هم پکې شاملې دي، د افغان ولس هيله ده او دا چې دوی د طالبانو دغه پريکړه غندي.

نور یی ولوله | د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د لوبي به کله وي؟

په دې اعلاميه کې راغلي دي: «موږ د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کوو چې تر هر څه لومړی د افغانستان د ولس د ګټو په خاطر ژر تر ژره د هر سن نجونو ته په هر اړخیزه کچه د زده کړو اجازه ورکړي او ټینګار کوو چې موږ به په دې سختو ورځو کې د افغان ولس ترڅنګ ودريږو.».

طالبانو د خپلو ژمنو برعکس پرون، چهارشنبه ښوونځي ته د نجونو د تلو مخه نيولې ده او ویلي یې دي چې ښوونځي به تر بل امر پورې تړلي وي. طالبانو همدا راز ويلي دي چې لومړی باید د نجونو له پاره يونيفورم يا يو ډول لباس طرحه شي چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور او دود سره سمون ولري.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو او هغوی د متحدينو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ډېرو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو اجازه نه درلودله چې ښوونځيو ته ولاړې شي. په پوهنتونو کې بيا د نجونو او هلکانو په بيلوالي سره درسونه پېل شوي ول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button