نړۍ خبرونه

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ۸۰۰ ورځې؛ هیدربار یې په اړه نړۍ د شرم په احساس وننګوله

هیدربار وايي چې نړۍ باید د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیزونو په اړه د شرم احساس وکړي

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار سازمان یوې لوړپوړې مشرې پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ پر نړیوالو هم انتقاد وکړ دغه موضوع یې له پامه غورځولې ده.

afghan girls2
د بشر حقونو د څار سازمان مشره هیدربار

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون چهارشنبې د جنوري له ۲۴مه سره برابره وه، د طالبانو پر حکومت د نړیوالو د انتقادونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان یا ‘هیومن رایټس واچ’ د ښځو د برخې مسوولې هیدربار وویل چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو فشارونه دوام لري، خو نړیوالو هم د افغان ښځو له مسئلې ځان شاته کړی دی.

afghan girls1
هغه زده کوونکې چې د طالبانو پرضد یې اعتراض کړی دی.

د نجونو د زده‌کړو په اړه ملګري ملتونه

ملګري ملتونو بیا وویل چې موږ د طالبانو پر وړاندې د ښځو او نجونو مبارزه ستایو. دا په داسې حال کې ده چې له ملګرو ملتونو د افغانانو تمه یوازې د ملګرو ملتونو د ستاینو کلمې نه بلکې د پر طالب رژیم د مستقیم فشار راوړل دي. که چېرته ملګري ملتونه یوازې د افغان نجونو مبارزه ستایي نو په نړیواله کچه د دوی مسئولیتونه څه کېدلی شي.

نور ولولئ: هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

افغانان له ملګرو ملتونو غواړي چې پر طالب رژیم اغېزناک فشارونه راوړي تر څو د نجونو پر مخ د کار او زده کړو دروازې پرانیزي.

د افغان ښځو د ځان وژنې پېښو کې زیاتوالی

تېره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو پخوانیو چارواکو هم له طالبانو غوښتي وو چې د نجونو پر مخ د زده کړو مراکز پرانیزي ځکه داد یوه هېواد د بقا لپاره مهمه ده.

طالبان واک ته په رسېدو د نجونو پر زده کړو محدودیتونه ولګول

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي وتړل او د ۲۰۲۲ کال په ‌ډسمبر کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې.

امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

طالبانو تراوسه د ښځو پر زده کړې د لګول شویو محدودیتونو د لیري کولو لپاره د نړیوالو پرله‌پسې غوښتنې له پامه غورځولي او هم د د ې هېڅ څرک نه لګېږي چې طالبان به کله ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانېزي.

د طالبانو له لوري پر زده کړو د لګول شوو بندیزونو ۸۰۰ ورځې پوره کېږي، خو طالبان لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصون لپاره کومه طرحه نه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button