د نشهيي ټابلیټونو تود بازار؛ په کابل کې د ارزانو نشهيي درملو پراخېدل خلک اندېښمن کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د نشهيي ټابلیټونو تود بازار د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی او د دغو موادو اسانه لاسرسی ورځ تر بلې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو پر ژوند منفي اغېز کوي.
د دوی په وینا، بېکاري، بېوزلي، رواني فشارونه او د راتلونکي په اړه ناهیلي هغه مهم عوامل دي چې ځینې ځوانان یې د لنډمهاله ارام لپاره د نشهيي ټابلیټونو کارولو ته هڅولي دي.
ځینې سرچینې ادعا کوي چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د دغو ټابلیټونو پېر او پلور پراخ شوی او د ټیټې بیې له امله ګڼ کسان ورته لاسرسی لري.
د نشهيي ټابلیټونو تود بازار؛ د نشهيي ټابلیټونو تود بازار او د ځوانانو زیاتېدونکې روږدتیا
د کابل اوسېدونکی محمد وایي، د نشهيي ټابلیټونو کارول د ځوانانو ترمنځ په زیاتېدو دي او ډېری هغه کسان چې له رواني ستونزو، اقتصادي فشارونو او ټولنیزو ستونزو سره مخ وي، دغو موادو ته مخه کوي.

هغه زیاتوي، کله چې یو ځوان د زدهکړو، کار او راتلونکي په اړه هیله له لاسه ورکړي، د ناسالم چاپېریال تر اغېز لاندې د روږدتیا خطر ورسره ډېرېږي.
د نوموړي په باور، کورنۍ، ښوونیز بنسټونه او ټولنه باید د ځوانانو د ملاتړ او رواني روغتیا لپاره جدي اقدامات وکړي.
د نشهيي ټابلیټونو تود بازار؛ د نشهيي ټابلیټونو پېر او پلور په پټه ترسره کېږي
د کابل یو بل اوسېدونکی وایي، د نشهيي ټابلیټونو پلورونکي ځانګړي دوکانونه نه لري او ډېری وخت خپل فعالیتونه په پټه او د پېژندل شویو مشتریانو له لارې ترسره کوي.
د هغه په خبره، د دغو موادو وېش د ځانګړو اړیکو له لارې کېږي او پلورونکي هڅه کوي چې خپل فعالیتونه له عامه سترګو پټ وساتي.
سرچینې ادعا کوي چې دغه ټابلیټونه په ارزانه بیه پلورل کېږي او همدا چاره د دې لامل شوې چې د ځوانانو یوه برخه یې کارولو ته مخه کړي.
ډاکټران: نشهيي ټابلیټونه جدي روغتیايي خطرونه لري
یو ډاکټر وایي، په وروستیو میاشتو کې روغتیايي مرکزونو ته داسې ناروغان ور وړل شوي چې د نشهيي ټابلیټونو د کارولو له امله له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي. د نشهيي ټابلیټونو تود بازار؛
د هغه په وینا، دغه مواد د روږدتیا تر څنګ د رواني اختلالاتو، حافظې کمزورۍ، د زړه د فعالیت ګډوډۍ، عضلاتي ستونزو او حتی د مرګ لامل هم کېدای شي.
نوموړی خبرداری ورکوي چې د دغو درملو دوامداره کارونه د انسان پر ذهني او فزیکي روغتیا اوږدمهاله ناوړه اغېزې پرېږدي.
ملګري ملتونه: د مصنوعي نشهيي موادو کارونه مخ په زیاتېدو ده
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مصنوعي نشهيي موادو او د طبي درملو د ناسم استعمال کچه مخ په لوړېدو ده.

د راپور له مخې، که څه هم لا هم د دودیزو نشهيي توکو کارونه لوړه ده، خو د ټابلیټونو او نورو مصنوعي نشهيي موادو استعمال په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.
د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره د UNODC سیمهییز استازي اولیور اشتولپ ویلي، د نشهيي توکو کارول له بېوزلۍ، بېکارۍ او د درملنې خدماتو له کمښت سره نږدې اړیکه لري.
د نشهيي ټابلیټونو تود بازار د جدي پاملرنې غوښتنه کوي
کارپوهان باور لري چې د نشهيي ټابلیټونو تود بازار یوازې روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې اقتصادي، ټولنیز او رواني اړخونه هم لري.
د دوی په وینا، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د رواني روغتیا خدماتو پراخول او د نشهيي موادو پر ضد د عامه پوهاوي پروګرامونه کولای شي د دغې ستونزې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

همداراز، د نشهيي ټابلیټونو د غیرقانوني پېر او پلور مخنیوی او د روږدو کسانو درملنه هغه اقدامات دي چې د وضعیت د لا خرابېدو مخه نیولی شي.



