اقتصاد او سوداګري

د نړیوال بانک راپور: د افغانستان اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی دی

نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کېدا لا هم په خطر کې ده.

د دې بانک پر اساس، د افغانستان اقتصاد د تګلارو د ناڅرګندتیا، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدا او له ګاونډي پاکستان سره د ضعیفې سوداګریزو اړیکو په شمول له پر له پسې ننګونو سره مخامخ دی.

بانک په خپل تازه راپور کې ارزونه کړې چې زیاته بېوزلي، بیکاري، محدودې سرچینې د پېرودوس کمزورتیا د دې سبب شوي چې میلیونونه افغانان له کړاوونو سره لاس و ګرېوان پاته شي.

د نړیوال بانک راپور څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کسر ۵۴٪ زیات شوی، او ۹ میلیارده ډالرو ته رسیدلی دی، چې دا د هېواد د ناخالص داخلي تولید (GDP) ۴۵٪ جوړوي. راپور دا کموالی د صادراتو په ۵٪ کمښت پورې تړلی بولي. د سکرو او پنبې د صادراتو کمېدا یې اصلي علت بلل شوی دی.

راپور زیاتوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته مرستې ځنډېدلي او د دې هیواد په مالي او بانکي سکتورونو باندې بندیزونه لګول شوي دي. دغه اقدامات د ترهګرۍ د اندېښنو په ځواب کې تطبیق شول، ځکه چې د طالبانو مهم مشران د ملګرو ملتونو د نړیوالو ترهګرو په لیستونو کې شامل دي.

د نړیوال بانک په وینا، «د سکرو په صادراتو کې تر ټولو زیات یعني ۶۴ سلنه کمښت راغلی، او ۹۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، ځکه پاکستان د افغانستان پر ځای خپلو دودیزو عرضه کوونکو ته مخه کړه.»

راپور اشاره کوي چې په افغانستان کې د عوایدو په راټولولو کې ۱۱.۵٪ زیاتوالی لیدل کېږي، چې اصلي عامل یې غیر مالی عواید او په هېواد کې د سرحدي ګمرکونو له لارې اخیستل شوي مالیې دي.

راپور وايي: «عوایدو د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې ډېر ټول شول، چې ټولې ۱۹۰.۵ میلیارد افغاني (۲.۵ میلیارد ډالر) یا د کلني GDP ۱۲٪ جوړوي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button