ژوند او ټولنه

د نړی تر تولو ګران بیه الوګان

ګران بیه کچالو چپس یا فرانسوی وری

د امریکا په نیویارک کې په یو رسټورانټ کې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه د الوګانو چیپس یا فرنچ فرایز چې یو پلېټ یې په ۲۰۰ امریکايي ډالرو پلورل کېږي، چې ۱۷۶۰۰ افغانۍ کېږي.

پرون د فرانسې د وریجو ملي ورځ ولمانځل شوه

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، تېره ورځ د (نېشنل فرینچ فرایز ډی) یعنې د الوګانو د چیپسو ملي ورځ ولمانځل شوه، چې د دغه ورځې د لمانځلو لپاره د نیویارک یو رسټورانټ ډېر ځانګړی بندوبست کړی و په نیویارک کې د سیرینډیپټي په نوم رسټورانټ د نړۍ تر ټولو ګرانبیه د الوګانو چیپس خپلو مشتریانو ته وړاندې کړل، چې د نړۍ د ریکارډونو کتاب، ګنیس، کې یې نوم هم ثبت شو

نور یی ولوله| افغان حکومت د ریل پټلی په اړه اوکراینې شرکت سره خبره شوې

نور یی ولوله| د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید یو شمېر عربو ليډرانو سره د اختر مبارکي تبادله کړه

د الوګانو دغه ګرانبیه چیپسو ته د ((Crema dela Crème Pommes Frites)) نوم ورکړل شوی دی او نه یوازې دا چې د دې نوم په زړه پورې دی، بلکې بیه یې هم ۲۰۰ امریکايي ډالره ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته ډېر خلک حېرانه پاتې دي . د ګنیس ادارې هم په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د الوګانو د چیپسو یوه ویډیو خپره کړې ده او دا یې هم ویلي دي، چې د الوګانو دا چیپس څومره خوندور دي او ولې دومره ګرانبیه دي.

بلخوا د یاد رسټورانټ لخوا اعلان شوی دی، چې د جولای له ۱۳مې نېټې څخه به د دوی په مینیو کې دغه چیپس هم ځای ولري، چې بیه به یې دوه سوه امریکايي ډالر وي.باید یاده کړو چې چپس د افغانستان په هوټلونو کې تر ټولو ارزانه بیه باندې پېرل کیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button