لوبې خبرونه

د نړی تر ټولو لوی ګراونډ

د نړی تر ټولو لوی ګراونډ نړۍ کې د کرکټ ترټولو غټ او پراخ لوبغالی د هند په ګجرات کې جوړ شو.دا نړيوال کرکټ ګراونډ د هند د لومړي وزير نريندر مودي په نوم جوړ شوی دی. د مودي نړيوال کرکټ ګراونډ کې ۱۱۰ زره کسان ځایږي.

تردې وړاندې د اسټراليا په ملبورن ښار کې د نړۍ ستر کرکټ ګراونډ چې د ۱۰۰ زرو ليدونکو د ځايولو ظرفيت يې درلود موجود وه.د دغه نړيوال کرکټ لوبغالي د جوړولو چاري په ۲۰۱۵ز کال کې پيل شوي او ۱۱۰ ميليون امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.د انډیا او بريټانيا ترمنځ د ټيسټ لوبو لړۍ درېيمه لوبه به په همدغه لوبغالی کې ترسره شي.د نريندر مودي نړيوال کرکټ لوبغالی چې د هند د ګجرات په احمداباد ښار کې شتون لري.

د دغه ګراونډ جوړيدو چاري يې د ګجرات کرکټ موسسي لخوا ترسره شوي.د مودي نړيوال کرکټ میدان نقشه په ۱۹۸۳ز کال کې جوړه شوی وه لومړنۍ رغنيزي چاري يې په ۲۰۰۶ز کال کې کمپلیټ شوی خو د انډین کرکټ بورډ غوښتل چې دې ګراونډ ته پراخوالی ورکړي او يوځل بيا يې د پراخوالی لپاره په ۲۰۱۵ کار پيل شو، او د ۲۰۲۰ز کال د فبروری په شلمه نيټه يې د جوړيدو کارونه بشپړ شوي.

په کال ٢٠٢٠ کې په ټوله نړۍ کې کوېډ١٩ راغله چې د امريکا وروسته يې هند هم ډير اغيزمن کړو له همدې امله د جوړيدو وروسته پکې کومه لوبه ترسره نه شوه.اوس ويل کيږي چې د هند او انګلیستان ترمنځ د ټيسټ لوبو لړۍ درېيمه لوبه به په همدغه ګراونډ کې ترسره شي.

0b1e65dc afe0 4900 93e7 67aa5a186b62 750x430 1

د انډیا وګړي چې په نړيواله کچه د کرکټ لوبي سخت مينوال دي او د کرکټ هرې لوبي لپاره د کرکټ لوبغالو ته په زرګونه ليدونکي ځي نو په هند کې د دا ډول نورو لوېو لوبغالو جوړول لازمې دي.دغه ملک کې د کرکټ شوقیان هم ډېر دي.او هر وخت کې دې په تمه وي چې کله به ټورنمنټونه پيلبږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button