ټکنالوجي

د نړۍترټولو چټک ترین انټرنېټ

د دنیا په کچه د انټرنيټ تر ټولو چټک ترين ريکارد جوړ شوۍ د دغه نیټ کې پوه ثانيه کې ۱۷۸ تيرا بايټسه شتون لري دا د نړۍ ترټولو نیټونو کې تېز ترین نیټ ثابت شوۍ دۍ،او په ټوله نړۍ کې ېې رېکارډ جوړ کړۍ دۍ،

یاد تېز ترين سرعت د يو نوي آپټيکل فايبر په واسطه تر سره کيږي چې پر يوه وخت داسي ويډيوګاني چې هره يو ۱۵ ګيګا بايټه وي تر ۱۵۰۰ ويډيو.ګانو پوري ډانلوډ کولو ظرفیت لري، لندن کې د يو شرکت له لوري داسي يو کيبل جوړ شوی چې پر يوه وخت ۱۷۸ تيرا بيټسه په يوه ثانيه کې نيټ ليږدولي. چې په ټوله نړۍ د چټکوالې له مخې اول نيټ کيبل چې پر يوه ثانيه کې دومره په پراخه اندازه نيټ راکاګي،

او دغه نېټ د چټکواله له مخې ۱۵۰۰ ويډيو ګاني هر يوه ان ۱۵ ګيګا بيټه هم وي په يوه ثانيه کې ډاونلوډوي.د آپټکل فايبر مخکنی د ډيټا ليږ( ډيټا ټرانسفر) ريکارډ ۱۵۰.۳ تيرا بيټه وه چې د چاپان هيواد له خوا په دوه کاله مخکي یغني په ۲۰۱۸ زيږدز کال کې جوړ شوۍ وو. چې تر اوسني نوي چې په لندن کې جوړ.شوی ۱۸.۵ سلنه کمزوری وو،

ټيا ټراسفرمر په ډيره پراخه بوديجه جوړ شوی او خورا زيات مصرف پرې راغلی خو ددې برخې کارپوهان وايې چې که په دغه برخه کې نور کار وشي شايد په ډير کم لګښت تر دې نور هم ډير چټک شي، دا هم باید یاده کړو چې اوس په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول د ډاونلوډينګ په برخه کې ۸۱.۴۶ ميګابيټس په يوه ثانيه کې شتون لري. دا په داسي حال کې ده چې اوسني ۴ جي موبايلونه د انټرنيټ اوسط تيزوالی ۳۴.۵۱ ميګابيټس دی.

موږ ویلاۍ شو چې په اوسني وخت کې تر ټولو تيز ترين نيټ چې په هر وخت کې تل فعاله وي د متحده عربي اماراتو هيواد نيټ دی چې په يوه ثانيه کې ۱۱۰.۹ ميګابيټس وي، دا په داسې کې ده چې د ټول افغانستان په سطحه نيټ بيخي کمزوری او آن بيخي د نه شتون سره مخ دی.افغان ټلي کام هغه انټرنيټي شبکه چې په افغانستان کې انټرنيټ د کيبل او فايبر له لاري انټر نيټ ليږدوي چې خورا ډير کمزوی او آن ډيری وخت خو پکار نه رازي او د خلکو مشکل نشي حل کوله،

د نړۍترټولو چټک ترین انټرنېټ
د نړۍترټولو چټک ترین انټرنېټ

افغان دولت څو څو ځلې اعلان وکړ چې د انټرڼېټ کیفیت به برابر کړي او قیمتونه به ېېراټيټ کړي خو لا هم دغه انټرڼېټ ندۍ برابر شوۍ او نه ېې قیمت یا بیه راټیټ شوۍ، دولت ته پکار دي چې په مخابراتي شرکتونو باندې فشار راوړي او دويي باندې انټرنېټ کیفیت جوړ کړي او بیه ېې هم راټيټه کړي ترڅو د پوهنتونو محصیلین او دفاترو کې ترینه سمه استفاده وکړي خلک او مشکل ېې ورته حل کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button